په ژوندی پڼه خپرونه
    غني د افغانستان له پاره دعا وکړهغني د افغانستان له پاره دعا وکړه

    غني د افغانستان له پاره دعا وکړه

    © Photo/ ارگ © Photo/ ارگ
    1 / 2
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 147 0 0

    جمهوررئیس د قران کریم له ختم وروسته د لوی خدای دربار ته د دعا لاسونه پورته کړ او د هېواد شهیدانو په ځانګړي ډول د وروستیو تروریستي پېښو شهیدانو او همداراز په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او د افغانستان د خلکو د نېکبختۍ او سوکالۍ لپاره یې دعا وکړه.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني پرون شپه د قران عظیم الشان د ختم په مراسمو کې چې د ارګ په جامع جومات کې وشو، ګډون وکړ.

    د قران عظیم الشان د ختم مراسم چې د روژې مبارکې میاشتې له لومړیو څخه د تراویح لمانځه په ترڅ کې د افغانستان د جمهوررئیس محمداشرف غني او یو شمېر دولتي مقاماتو په ګډون پیل شوي وو، تېره شپه د افغانستان خلکو او مسلمان امت ته د خیر او کامیابۍ په دعا سره پایته ورسېد.

    د قران عظیم الشان د ختم په مراسمو کې قاضي القضات او دسترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، د علماو دسرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، یو شمېر وزیرانو، د ملي شورا ځینو استازو، د علماو دسرتاسري شورا او د سولې عالي شورا ځینو غړو او په کابل کې د اسلامي هېوادونو یو شمېر سفیرانو هم ګډون کړی وو.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    غني: افغان ځواکونه د نظام او د افغانستان بقا تضمینوي
    غني: ملي شورا په دې شرایطو کې د یووالي غږ لوړ کړي
    اشرف غني: زما هره لاسته راوړنه تر فشار لاندی راځي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی