په ژوندی پڼه خپرونه
    پکتیا کې برید د ۵ بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسید

    پکتیا کې برید د ۵ بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسید

    © Photo/
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 72 0 0

    په پکتیا کی امنیتی جارواکو ویلی، چې دا ډله‌ییز برید د ۵ بریدګر له‌خوا په ګردېز ښار کې د افغان ځانګړیو ځواکونو په قطعې باندې د دې قطعې په دروازه کې برید شوی‌ و.

    نن سهار ۶ نیمې بجې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د افغان ځانګړیو ځواکونو په قطعې باندې ډله‌ییز ځانمرګی برید شوی‌ و.

    د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد پرینا، د بریدګرو موخه د ځانګړیو ځواکونو خاصه قطعه وه، چې په برید کې تول ۵ بریدګر وژل شوي.

    د ځانګړیو ځواکونو خاصه قطعه، د امنیې قومانداني پرسونل او د ۳۰۳ سپین غر زون قومانداني منسوبین له همدې یوې دروازې تګ ـ راتګ کوي.

    ده دا هم وویل، چې لومړی برید د مازده ډوله موټر په واسطه شوی، چې ۵ پولیس په‌کې وژل شوي او ۹ ټپیان دي.

    د ده پر وینا، بریدګرو د دوو موټر بمونو په واسطه، چې یو یې مازده او بل یې کرولا ډوله هغه وو؛ چاودنې کړې‌دي.

    د شېرزاد په خبره، موټر بم چاودنه ډېره قوي وه او شاوخوا سیمو ته یې زیانونه اړولي؛ خو تر اوسه یې کره معلومات نه‌شته.

    د پکتیا د ملکي روغتون ډاکټران وايي، چې دوی ته تر اوسه له‌دې بریده ۵ ملکي ټپيان ور وړل شوي.

    طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دې ډله‌ییز برید موخه یې افغان ځانګړي ځواکونه وو.

    ده ادعا کړې‌ده، چې په‌دې برید کې یې لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی