په ژوندی پڼه خپرونه
    د حزب اسلامي او د افغانستان دولت د سولې تړون لاسلیک وځنډېد

    دافغانستان په مرکز کې يو امریکائي تښتول شوی دي

    © Sputnik/ Alexandr Graschenkov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 38 0 0

    امريکائي تبعه دیکشنبي په ورځ دکابل په کارته چهار کې د خپل کورسره نږدې تښتول شوی دي. دامطلب د طلوع تلويزيون د يولوړ پوړې چارواکې له قوله ورکړی دي.

    دراپور له مخې امريکائي تبعه دکرني وزارت په يوه پروژه کې چې د نړيوال بانک له خوا تموليږي کار کاوه. تر اوسه پورې هيچا ددغه تښتونې مسئوليت په غاړه نه دی اخستی. تر دې وړاندې يوه مياشت مخکې په کابل کې نامعلومو کسانو د فنلند يوه تبعه وتښتوله. هغې په کابل کې سویډنی غير دولتي سازمان «رحمت» سره کار کاوه. برسيره پردي دوسله والو کسانو سره د کابل امريکائي پوهنتون دوه استادان هم يرغمل دي. دغه دوه کسان دتير اګست په میاشت کې وتښتول شول.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی