په ژوندی پڼه خپرونه
    د برلين په د وکانونو کې د «اسلامي دولت» توليدات پلورل کيږي

    حاجی ظاهر: ده بالا ولسوالۍ د داعش په اصلي مرکز بدله شوې

    © Flickr/ Global Panorama
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 50 0 0

    د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر وايي، چې په تور بوړه او پچیراګام کې د داعش فعالیتونه کم شوي خو د دې ډلې تمرکز اوس تر ډېره پر ده بالا ولسوالۍ دی.

    په ننګرهار ولایت کې د داعش جنګیالیو د فعالیتونو په تړاو د ملي شورا غړو تر اندیښنو وروسته حکومت دغه ولایت ته یو ګډ پلاوی واستاوه.

    د دغه پلاوي مشر او د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر وايي، چی همدا اوس د ننګرهار ده بالا ولسوالۍ د داعش په اصلي مرکز بدله شوې او پکې د دې ډلې فکري او جنګي ملګري راغونډ شوي دي.

    د ولسي جرګې دغه استازی، چې څو ورځې مخکې یې د داعش جنګیالیو له خوا د تورې بوړې د نیولو خبر ورکړی و، د داعش پروړاندې له جنګېدونکو ولسي خلکو سره د حکومت له نه ملاتړه شکایت کوي.

    ظاهرقدیر وایي، له تېرو اوو میاشتو راهیسې هلته ځايي خلک له خپلو سیمو دفاع کوي خو د حکومت له لوري ورسره همکاري نه ده شوې.

    په دې پلاوي کې د ملي دفاع وزارت استازي وایي، چې د ننګرهار په ډیری ولسوالیو کې د ملي اردو عملیات په سمه توګه روان دي او د تورې بوړې او پچیراګام مهې سیمې له داعش څخه تصفیه شوې دي.

    په ننګرهار ولایت کې د داعش جنګیالیو او حکومت ترمنځ د تورې بوړې د لاس په لاس کېدو او په دغه ولایت کې د داعش جنګیالیو پر حضور اندیښنې په اچین ولسوالۍ کې د امریکا د ترټولو ستر بم له استعمال سره هممهاله دي.

    د شنونکو په باور، د بمونو مور او تورې بوړې د خپل شهرت له امله په تبلیغاتی اړخ کې داعش ډلې ته په بې ساري ډول ګټه رسولې ده.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی