په ژوندی پڼه خپرونه
    روز بین المللی زن

    چارواكي: د تښتول شوې بهرنۍ ښځې انګېزه معلومه نه ده

    © Sputnik/ Igor Zarembo
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 22 0 0

    افغان چارواكي وايي چی تراوسه د تښتوونکو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم د تښتونې انګېزه معلومه شوې ده.

     


    د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواكي وايي، چې تراوسه په كابل ښار كې د دغه وزارت د بڼوالۍ پروژې د تښتول شوې بهرنۍ سلاکارې د برخليك په اړه معلومات نه لري.

    د ياد وزارت د وياند لطف الله راشد په وينا، دغه بهرنۍ سلاكاره تېره ورځ د كابل ښار په كارته چهار سيمه كې دندې ته د تګ په مهال وتښتول شوه.

    ځينو کورنيو رسنيو ويلي وو، چې ياده تښتول شوې سلاکاره امريکايۍ ده، خو راشد دا ادعا رد کړه.

    د نوموړي په خبره، د امنيتي دلايلو له کبله د دې بهرنۍ ښځې هويت نه شي په ډاګه کولى.

    د بڼوالۍ پروژه د نړيوال بانک لخوا تمويلېږي او د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د چارواكو په خبره، د بڼوالۍ او مالدارۍ برخو کې درې بهرني سلاکاران کار کوي.

    د يادونې وړ ده، چې د تېرې مې مياشتې په شلمه نېټه نامعلومو وسله والو د کابل ښار پر يوه مېلمستون بريد وكړ، يوه جرمنۍ ښځه او د هغې يو افغان ساتونکی يې ووژل او يوه فنلنډۍ ښځه يې وتښتوله، چې تراوسه يې برخليك معلوم نه دى.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی