په ژوندی پڼه خپرونه
    Огонь и дым над нефтяными скважинами, подожженными боевиками ИГ в Кайяре, Ирак

    وزیري: توره بوړه کي نور داعشیان شتون نلري

    © REUTERS/ Alaa Al-Marjani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 33 0 0

    سرچینه وایي، هغه ماشومان چې له ګواښ او خطر لاندې دي، شمیر یې تقریباً ۶،۵ میلیونو ته رسیږي، ددغو ۶ میلیونه ماشومانو له‌پاره په خواشینۍ سره موږ د دولت په بودجه کې یوه افغانۍ هم نه لرو.

    د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د ننګرهار توره بوړه سیمه کي د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له شتون څخه پاکي سوي دي.

    د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي " د ننګرهار ولایت د چپرهار او پچیر اګام په ولسوالیو کي د هيواد د اتلو دفاعی او امنيتي ځواکونو د ګډو تعرضي او یرغلیزو عملیاتو په نتېجه کي چي د داعشې تروریستې ډلو پر ځالو او پټنځایونو د تورې بورې په غرونو او شاوخوا سېمو کي په تیرو دوه ورځو کي تر سره سول ، د دغی سېمې ټول کلې د داعشیانو له شتون څخه پاک او دا مهال د هیواد پیاوړي سرتیري د تورې بورې او الفخیلو په کلیو او درو کي بشپړ تسلط لرې او په هغه تروریستانو پسې لټون کوي چي د قهرمانو ملي دفاعی او امنیتې ځواکونو څخه تښتیدلي او يا په غارونو کي پټ سوي دي."

    بلخوا په ختيځ کي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو او د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چي په پچیر اګام ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو پيل شویو عملياتو په ترڅ کي د تورې بوړې سيمه هم له داعش وسله والو په بشپړ ډول پاکه سوه.

    د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، افغان امنيتي ځواکونه د تورې بوړې په تورو غرو ور وختل او دغه ستراتيژيکه سيمه يې د داعش وسله والې ډلې له شتون څخه پاکه کړه.

    هغه زياته کړه، افغان امنيتي ځواکونه دا مهال د الف خېلو او مرخڼۍ کليو پر لور د تعارض په حالت کي مخ پر وړاندې روان دي.

    په سيمه کي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين چي سرتېرو ته د مورال لوړاوي په موخه د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی وايي چي داعش وسله والو د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان له لاسه ورکړی دی.

    د يادې قول اردو له مطبوعاتي دفتره هم رسنیو ته په راستول سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د افغان ځواکونو د تعرضي عملياتو په پايله کي يې د پچیراګام ولسوالۍ توره بوړه سيمه له داعش وسله والو نيولې ده.

    داعش ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی