په ژوندی پڼه خپرونه
    رئیس جمهور

    افغان ولسمشر: کابل ښارعاجل انکشافي او اقتصادي پلان ته ضرورت لري

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3 0 0

    جمهور رئیس غني د کابل ښار لپاره عاجل انکشافي او اقتصادي پلان مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دې پروژو په تطبیق سره خلکو ته د کار او اشتغال زمینه برابرېږي.

    هغه لارښوونه وکړه چې د کابل انکشافي او اقتصادي پلان د زیات تحرک او انګېزې د ایجاد په موخه دې په تعقیبي غونډو کې هر اړخیزې خبرې وشي.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابل ښار د عاجل انکشافي او اقتصادي پلان په اړه د بحث په موخه د تمویلونکو هېوادونو د استازو په حضور غونډه جوړه شوه.

    په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابینې ځینې غړو، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه ادارې سرپرست، د جمهوري ریاست ځینو سلاکارانو او د کابل برنامې د تمویلونکو یو شمېر هېوادونو استازو هم حضور درلود، د کابل ښار د انکشافي او اقتصادي پلان د پیشنهادي طرحې په اړه بحث او خبرې وشوې. همدارنګه ټینګار وشو چې د پروژو د تطبیق لپاره دې عاجل اقدام وشي تر څو پایلې ژر ترلاسه شي.

    د پایتخت زون انکشاف خپلواکه ادارې رئیس الهام عمر هوتکي د کابل ښار د انکشافي او اقتصادي پلان د تطبیق لپاره ۱۵ وړاندیزونه تشریح او غونډې ته وړاندې کړل.

    د کابل ښار انکشافي پلان کې مطرح شویو وړاندیزونو کې د کابل سیند پاک کاري، کابل کې د ۱۰۰ ښوونځیو او کلینیکونو جوړول،د ښځو توانمند کول، د اوبو د وېش او تنظیم مدیریت او د ښځو لپاره د مارکېټ انسجام شامل دي چې له سل زره څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.

    د پایتخت زون انکشاف خپلواکې ادارې رئیس زیاته کړه، د کابل لپاره د انکشافي او اقتصادي پلان موخه داده چې د کابل ښار اړتیاوې پوره، زیاتو خلکو ته د اشتغال او کابل ښاریانو ته د انکشاف ښه راتلونکی برابر کړي.

    په دې غونډه کې دکابل برنامې تمویلونکو هېوادونو استازو د کابل ښار انکشافي او اقتصادي پلان هرکلی وکړ او له دې پلان څخه د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ یې وویل، موږ به په یاد پلان زیات غور وکړو او په دې برخه کې به د همکارۍ زمینې لټوو.

    د کابل ښار د انکشافي او اقتصادي پروګرام تمویلونکو زیاته کړه، یاد پلان باید هر اړخیز وي چې د هغه په تطبیق سره د ښځو او بې وزلو په ګډون بېلابېل اقشار ور څخه ګټه واخلي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی