په ژوندی پڼه خپرونه
    In this photo taken on August 5, 2011, US troops from the Charlie Company, 2-87 Infantry, 3d Brigade Combat Team under Afghanistan's International Security Assistance Force patrols Kandalay village following Taliban attacks on a joint US and Afghan National Army checkpoint protecting the western area of Kandalay village.

    امريکايي ورځپاڼه: د امریکا سیاست په افغانستان کې ناکامه ده

    © AFP 2017/ Romeo Gacad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8210

    ورځپاڼه وايي، امریکا د افغانستان د جګړې ګټل په يوه داسې سياست کې لټوي، ۱۶ کله يې له ناکامۍ پرته بله پايله نه درلوده.

     

    لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې پنټاګون به افغانستان ته ۴ زره اضافي سرتېري واستوي، ځکه د دفاع وزير جيمز مټيس په بریدګره ستراتيژۍ باور لري او فکر کوي، چې داسې يوه ستراتيژي به په افغانستان کې روان وضعيت بدل کړي.

    د لاس انجلس ټايمز د ليکنې پر بنسټ د ټرمپ حکومت تر اوسه په افغانستان کې د سرتېرو د ډيرولو او په دې هېواد کې د نظامي حضور د دوام په اړه مشخص استدلال نه دی کړی او نه يې هم ويلي، چې د سرتېرو په ډيرولو سره کومې موخې ته رسېدل غواړي.

    دې امريکايي رسنۍ په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر د ډيرولو پر زيانونو هم بحث کړی او ويلي يې دي، چې د القاعده شبکې په له منځه تلو سره افغانستان نور د امريکا لپاره ګواښ نه بلل کيږي.

    ورځپاڼې ويلي موخه يې دا نه ده، چې ګواکي په افغانستان کې هېڅ ترهګر نشته، خو په عراق، سوريه، سوماليا او نايجريا کې داسې ترهګريزې ډلې فعالې دي، چې امريکا ته يې ګواښ د افغانستان د ترهګرو په پرتله ډير دی.

    لاس انجلس ټايمز وړانديز کوي، چې ټرمپ دې د امريکا د خونديتابه لپاره د افغانستان پر ځای يادو هېوادونو ته سرتېري واستوي.

    ورځپاڼه زياتوي چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د پاتې کولو بل دليل په دې هېواد کې د تنکۍ ډيموکراسۍ ساتنه ده، چې فکر کيږي طالبان به يې له ګواښ سره مخ کړي.

    ورځپاڼه وايي، حقيقت دا دی چې امريکا به له ټولو هڅو سره سره په دې بريالۍ نه شي، چې د افغانستان سياست کنټرول کړي، ځکه هغه هېواد اوس هم د بلواکو هېوادونو په کتار کې راځي، کټ مټ لکه تر ۲۰۰۱ زيږديز کال پورې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال و.

    ورځپاڼې دې ته په اشارې چې د امريکايي پوځيانو ډيريدل به طالبان په افغانستان کې د سولې خبرو ته مجبور کړي، ويلي چې د لسګونو زرو امريکايي سرتېرو په شتون کې طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شول، د ۴زرو امريکايي سرتېرو په ډيريدو سره خو به هېڅکله سولې ته غاړه کېنږدي.

    ورځپاڼه ټينګار کوي، چې افغان حکمرانان د امريکا د امنيت په غم کې نه دي، بلکې په افغانستان کې د سرتېرو د ډيريدو غوښتنه له دې امله کوي، چې هېڅ ولسمشر په جګړه کې ماتې نه مني.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی