په ژوندی پڼه خپرونه
    پارلمان افغانستان

    استازو: هغه وکیلان چې له ترهګرو سره مرسته کوي نومونه افشا شي

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 135 0 0

    ولسي جرګې ته د کشفي ادارو څخه راغلي لیک کې لیکل شوي چې پر جرګې د ترهګرو په برید کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دوه غړي له دوی سره همکاري کوي.

    د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایي دوی ته له کشفي ادارو څخه پر جرګې باندې د ترهګریزو بریدونو راپور رسیدلی دی.

    په دې راپور کې راغلي چې د ترهګرو سره په دې برید کې د ملي شورا دوه غړي هم همکاري کوي.

    د ولسي جرګې ځينو استازو د په غونډه کې پر همدې موضع بحث درلود او له اداري پلاوي څخه یې غوښتنه کوله چې د ملي شورا د یادو غړو نومونه افشا کړي.

    دا راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې د ملي امنیت مشر، معصوم ستانکزي تیره ورځ سنا مجلس کې په خپلو خبرو کې په نظام کې د پنځم ستون له شتونه انکار وکړ.

    ښاغلي ستانکزي وویل په نظام کې هیڅ پنځم ستون وجود نه لري او دا یواځې د نظام د سیاسي مخالفینو سیاسي حرکتونه دي.

    د جرګې غړو له اداري پلاوي وغوښتل چې د دغو استازو نومونه په ډاګه کړي او استازو ته ډاډ ورکړي.

    که څه هم چې د جرګې مشر، عبدالرووف ابراهیمي د ښکیلو استازو په اړه څه ونه ویل، خو ډاډ یې ورکړ چې امنیتي ځواکونو د هرډول احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره هڅه پيل کړې.

    دا لومړی ځل نه دی چې د جرګې غړي له ترهګرو سره په لاس لرلو تورن شوي دي، بلکه له دې وړاندې هم په قاچاق، تښتونې او وسله والو مخالفینو او بهرنیو استخباراتي کړیو سره په لاس لرلو تورن شوي دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی