په ژوندی پڼه خپرونه
    Здание Капитолия США в Вашингтоне

    د سولې جرګې: جرګې غړي وايي، چې امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي، نو

    CC BY 2.0 / Jason Ippolito / US Capital
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 59 0 0

    ددغه جرګې تنظموونکو د یوې غونډې پر مهال وویل، چې له وسله والو طالبانو سره په اړیکه کې دي او دې ډلې د سولې له خبرو هرکلی کړی دی.

    یوه شمیر سیاسي فعالان او قومي مشران وایې د حقیقي سولې جرګې له لارې یې له وسله والو مخالفانو سره خبرې پيل کړې دي.

    د دې جرګې غړي وايي، چې امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي، نو له همدې امله دوی پخپله له طالبانو سره مستقیمه اړیکه نیولې او په نږدې ورځو کې به ورسره خبرې وکړي.

    د سولې دې جرګې يو پينځه کسيز هيئت له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هدف ګومارلی، چې په لنډه موده کې به ياد هيئت په کندهار، هلمند، زابل او سرپل ولايتونو کې له طالبانو سره ليده کاته او خبرې وکړي.

    دغه سياسي فعالان، قومي مشران او ځوانان داسې مهال له طالبانو سره د سولې په هدف له مستقيم اړيکو خبر ورکوي، چې حکومت او طالبان تر اوسه په خپلو کې په جګړه بوخت دي او باور دادی، څو چې دواړه خواوې په اوربند سلا نشې، د سولې په اړه هر دول اقدام مثبته پايله نشې ورکولی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی