په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان

    يو قاضي دافغانستان په ختيځ کې په چاودنه کې وژل شوی دي

    © AFP 2017/
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6010

    يو قاضي دننګرهارولايت جلال اباد ښارکې په چاودنه کې وژل شوی دي. دامطلب شین هوا اژانس د ځائي چارواکو له قول ورکړی دي. په دغه پيښه کې نور درې کسان ټپيان شوي دي.

    «مقناطیسي ماين چې دننګرهار د قاضي په موټر کې ځای پرځای سوی و، کله چې نوموړی نن سهار د دندې پر لور روان ووچاودنه وشوه. نوموړی قاضی ځای پرځای ووژل شو او درې ملکې وګړي ټبيان شول». دامطلب د ننګرهار دوالي وياند حيات الله خوګياڼي څرګند کړ. تراوسه هيچا ددغې پيښې مسئوليت په غاړه نه دی اخستی. د کارپوهانو په وينا، په دې وروستيو کې د افغانستان په ختيځ او سويلي ولايتونو کې دافراطيانودريځ د پام وړ غښتلی شوی دي. — لوګر، ننګرهار، هلمند، او همدارنګه د هیواد په شمال — کندز، جوزجان او پروان کې. نوله دې کبله ټول وسله وال ، ملیشي اوطالبان د «اسلامي دولت» ترهګرۍ ډلې ته بیعت کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی