په ژوندی پڼه خپرونه
    کابل مسجد افغانستان

    افغان علماوو د گاونډیو هیوادونو عالماوو ته د مناظرې چلنج ورکوي

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13900

    افغان ولسمشر که څه هم د کوم ځانگړي هېواد یادونه ونه کړه خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې دیني عالمان تر بل هر چا لوی علم لري او د سیمې عالمان دې له اسلامه د ناوړه مانا ایستلو په خاطر دا دین نه بدناموي.

    ولسمشر محمد اشرف غني نن سه شنبه په کابل کې د علماوو یوې غونډې ته د وینا پر مهال د گاونډیو هیوادونو عالماو ته د چلنج په توگه وویل چې د اسلام د رښتینې مانا د وړاندې کولو په موخه افغان عالمان هر ډول مناظرې ته چمتو دي.

    په تېرو لسو کلونو کې کله چې په افغانستان کې جگړه پراخه سوې نو څو ځله د پاکستاني ملایانو له لوري په افغانستان کې جهاد روا بلل سوی او له همدې کبله ډېر کسان جگړو ته هڅول سوي دي.

    افغان چارواکي او په ځانگړې ډول استخباراتي ادارې وايي په پاکستاني مدرسو کې د افغانستان د نظام پر خلاف تبلیغ کیږي او د افغان دیني زده کوونکو دماغ جگړې ته جوړوي.

    ولسمشر غني د دینونو تر منځ د یوالي تر څنگ پر دې ټینگار وکړ چې په افغانستان کې به دیني ارزښتونو ته تر هر وخت ډیر پام کیږي.

    غني د دیني عالمانو د هغې غوښتنې په مقابل کې چې په افغانستان کې دې د قران لوستنې لپاره ځانگړی پوهنځي جوړ سي اړوندو چارواکو ته د یوه کمېسیون د جوړېدو دنده وسپارله.

    هغه وویل یو ځانگړی کمېسیون به پر دې کار وکړي چې څنگه کولی شي د افغانستان په پوهنتونو کې د قران کریم د تدریس پوهنځی جوړ کړي.

    په تېره یوه نیمه لسیزه کې له افغانستان څخه ځکه گڼ شمېر کلیوال ځوانان او ماشومان گاونډي هېواد پاکستان ته د دیني زده کړو لپاره لېږل سوي چې ویل کیږي په افغانستان کې غوره دیني مدرسې او نور داسې مرکزونه نسته چې دیني زده کړې په ښه توگه تدریس کړي.

    ولسمشر د روژې مبارکې میاشتې د برکت په موخه د حج اوقافو وزرات له لوري دغه غونډې ته بلل سوی و.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی