په ژوندی پڼه خپرونه
    سیدحسین عالمی بلخی وزیر مهاجرین و عودت‌کنندگان

    بلخي: ۵.۶ میلونه افغانان په بهر کې کډوال دي

    © Photo/ کسرا
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37 0 0

    افغانستان ته د ۷ میلونه کډوالو او پناغوښتونکو پر راستنېدو سربېره، اوس هم زمونږ ۵.۶ میلونه هیواد وال په بهر کې د کډوالۍ ژوند کوي.

    اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو اورسنیو مرکز کې د پناغوښتونکو نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، ټینګار وکړ، چې حکومت د بیځایه شویو او پناغوښتونکو ستونزې درکوي.

    هغه وویل، دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزرات، لږو امکاناتو ته په کتو سره توانېدلی دی، چې خپل ظرفیت لوړ کړي او په دې لاره کې بنسټیز کارونه تر سره کړي.

    اجراییه مشر همداراز زیاته کړه، چې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه اجراییه کمېټې جوړې شوې دي.

    سید حسین عالمي بلخي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، چې یادې غونډې ته یې وینا کوله وویل، د کډوالو قبلوونکو هیوادونو څخه تمه لرو، چې د پناغوښتونکو کېسونو ته په رسېدو کې د افغانستان ناامنیو ته په کتو برابر او له توپیر پرته چلند وکړي.

    هغه زیاته کړه، چې د افغانستان شرایط د اجباري کډوالو راستنېدو لپاره برابر ندي او حالاتو ته په کتو سره تمه کېږي، چې کډوال قبلوونکي هیوادونه د افغانستان په اړه، ډیپورټ سیاست باندې له سره کتنه ونه کړي.

    د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر همداراز وویل، چې افغانستان د پناغوښتونکو له حقونو د دفاع بخاطر د کنوانسیونونو او هغو اعلامو او هوکړه لیکونو رعایتولو ته ژمن دی، چې د نا قبول شویو کېسونو پناغوښتونکو د قبلولو په اړه دي.

    هغه همداراز د داخلي بې ځایه شویو کډوالو شمېره ۱۵۲۸۲۹ کورنۍ وښودې او زیاته کړه، چې د یادو کورنیو ستونزو ته د رسېدو په موخه پرګرامونه تر لاس لاندې نیول شوي دي.

    په پای کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، د روان کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو شمېر ۱۹۴ زره کسان په ډاګه کړ.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی