په ژوندی پڼه خپرونه

    د پروژې په تړاو ر وښانتیا

    د پروژې په تړاو ر وښانتیا

    د SPUTNIK خبري اژانس په نړیواله میډیایي فضا کې د ۲۰۱۴ کال د نومبر پر ۱۰-مه کار پیل کړ. SPUTNIK داسې ډېر قطبه نړۍ ښیي، چې په هغه کې هر هېواد خپلې ملي ګټې، کلتور، تاریخ او دودونه لري.

    SPUTNIK داسې څه وایي، چې نور یې نه وایي.

    دغه اژانس همزمان هم د بدیلو خبرونو د وړاندې کوونکي او هم د راډیویي خپرونو د خپرندوی په توګه کار کوي او په خپل دغه کار یې په نړیواله میډیایي فضا کې ځانګړی بې ساری ځای نېولی دی. SPUTNIK په بشپړ ډول ډول د بهرنیو اورېدونکو په چوپړ کې دی.

    د نړۍ په سترو پلازمېنو کې د SPUTNIK هره خپرندویه څانګه خپل سایټونه چلوي او له سیمه ییزو راډیویي سټېشنونو خپلې خپرونې کوي. SPUTNIK د نړۍ په ۳۰ ژبو خپرونې کوي، او د نړۍ په ۱۳۰ ښارونو او ۳۴ هېوادونو کې په یوه شپه ورځ کې د راډیویي خپرونو د ساعتونو ټول شمېر به یې ان لا په ۲۰۱۵ کال کې تر ۸۰۰ ساعتونو هم زیات شي.

    اژانس خپل مولتي میډیایي مطبوعاتي مرکزونه لري، د سایټونو لپاره ځانګړې منځپانګه جوړوي، او د سیمه ییزو اورېدونکو لپاره خپلې خپرونې کوي.

    راډيویي خپرونې به یوازې په اوسمهالیزو بڼو: په FM - څپو،

    په (HD-Radio، DAB/DAB+(Digital Radio Broadcasting بڼو او همدارنګه په موبایل ټلیفونونو او انټرنېټ کې کیږي.

    SPUTNIK خپله مولتي میډیایي منځپانه جوړوي او په روسي، ابخازي، اذربایجاني، انګلسي، عربي، ارمني، ګورجي، دري، اسپانوي، قزاقي، کریمیا-تاتاري، قرغزي، چینایي، کوردي، لاتشي، مولداوي، الماني، تاجکي، پولنډي، پورتګالي، پښتو، سربي، ترکي، ازبکي، اوکراییني، فنلنډي، فرانسوي، هندي، استوني او جاپاني ژبو خپرونې کوي.

    د SPUTNIK تر نښان لاندې شپه ورځنۍ خبري پټارې په انګلسي، اسپانوي، عربي او چینایي ژبو خپريږي. د خبرونو د پرله پسې خپراوي لپاره په واشنګټن، قاهره، پیکینګ او مونتيویدیو کې سیمه ییزې چلوونکې څانګې شپه ورځ کار کوي.

    د SPUTNIK د عکاسۍ څانګې هم، د عکاسیزې خبریالۍ خپل جال په ټوله نړۍ کې غوړولی دی.

    مطبوعاتي دفتر : media@sputniknews.com

    اطلاعاتي همکارۍ : mediapartners@sputniknews.com

    د « سپوتنیک » رسنیزه شبکه د ۲۰۱۴ زیږدیز - لمریز کال د نوامبر د میاشتی په ۱۷ مه نیټه د روسیی د فدراسیون د اړیکو ، معلوماتی تخنالوژی او د ټولییزو رسنیو د څارنی په اداره کی راجستر شوی ده. د جواز نمبر یی FS77-59867 دی. دغه خپرونه د ( ۱۸+ ) لیکنی لری .