په ژوندی پڼه خپرونه

    د خوندیتوب اصول

    د خوندیتوب اصول

    د « سپوتنیک » د بریښنا پاڼو د کارولو پر مهال بیلابیلو معلوماتو ته په همدی ډول هغو معلوماتو  ته چی له مخی یی ستاسی پیژندنه کیږی، آژانس او یا هم  دریم ګړی چی آژانس سره د بریښنا سایټ د کتونکو په هکله ارزونی راټولوی او همکاری لری ښایی لاس رسی ولری.

    « سپوتنیک » مکلف دی، چی دغه معلومات خوندی وساتی او د هر چا په هکله معلومات یواځی د ښو او وړتیا  لرونکو خدماتو وړاندی کولو او د ځپل سايټ د لوستونکو د ارزونو په موخه راټولوی.

    کوم معلومات مونږ راټولوو:

    -  ستاسی بریښنا پته او ستاسی په هکله نور معلومات لکه: (د کارونکی نوم، نوم، د اوسیدو ځای، د ټیلیفون شمیره) چی په (sputniknews.com ) کی د راجستر پر مهال باید تاسی ولیکی او یا هم په خپله خوښه یی مونږ ته « د ځوابیه اړیکی » له لاری راولیږی.

    -  د « کوکی » په مرسته راټول شوی معلومات ستاسی په کمپیوټر او یا هم نورو وسیلو کی ساتل کیږی، چی بل وخت کله چی « سپوتنیک » ته راستنیږی، ستاسی پیژندنه کوی.

    -  ستاسی په هکله ټول هغه معلومات چی تاسی په ښکاره توګه د « سپوتنیک » په سایټ  کی د شننو پر مهال خپاره کړی وی.

    -  ستاسی د غوره پانو نوملړ که په خپله پاڼه کی تاسی جوړ کړی وی.

    -  ټول هغه معلومات چی تاسی د بریښنا پتی له لاری مونږ ته رالیږلی وی.

    -  که تاسی زمونږ پاڼی د بریښنا غونډل د نورو پاڼو له لاری ګوری او لولی ستاسی په هکله شخصی معلومات

    -  ستاسی IP او ستاسی لخوا کارونکو پانو، د وکارونکو وسیلو د کومو پر مټ چی  «سپوتنیک» ته لاس رسی لری، په هکله معلومات.

    - ټول هغه معلومات چی زمونږ لپاره یی دریم ګړی د « سپوتنیک » په بریښنا پاڼو کی د کارونکی د فعالیت پر مهال راټولوی، په همدی ډول هغه معلومات چی د کارولو پر مهال ستاسی ځای په ډاګه کوی.

    د « سپوتنیک » پاڼی د نورو بریښنا پاڼو چی دریم ګړو پوری تړلی پاڼی دی، پتی لری. « سپوتنیک » د هغو پاڼو د خوندیتوب د اصولو مسولیت پر غاړه نه اخلی.

    ستاسی د شخصی معلوماتو څخه مونږ د کومو موخو لپاره کار اخلو:

    -  په ژوندی بڼه بریښنا پاڼو ته د لاس رسی په موخه

    -  ستاسی د کاری تجربی د ځانګړی کولو په موخه

    -  تاسی سره د اړیکو ټینګولو او ستاسی د پوښتنو ځوابولو په موخه

    -  تاسی څخه «سپوتنیک» لپاره د هرډول معلوماتو  تر لاسه کولو په موخه

    - دکارونکو د فعالیتونو د ارزونی او د خپلو بریښنا پانو او ګرځنده توکو د وړتیا د کچی لوړولو په موخه

    -  په هغو هڅو چی زمونږ د بریښنا پانو کار ځنډنی کوی د بندیز لګولو په موخه

    - د «سپوتنیک» په سایټ کی د شننو د اصولو څخه د سرغړونو د مخنیوی په موخه

    د شخصی معلوماتو لیږل

    مونږ مکلف یو، چی ستاسی په هکله شخصی معلومات د هغو حالاتو پرته چی د روسیی ، نړیوالو او د بل بهرنی هیواد قانونونو کی وړاندیز شوی دی پت او خوندی وساتو.

    «سپوتنیک» کولای شی په لاندینو حالاتو کی ستاسی په هکله شخصی معلومات ورکړی:

    - د کارونکی په هکله شخصی معلومات هغه وخت ورکول کیږی کله چی، د کارونکی په خوښه د هغه په هکله معلومات څیړل کیږی؛

    -  د کارونکی په هکله شخصی معلومات هغه وخت ورکول کیږی کله چی، د حقوقی څیړنو په موخه د روسیی ، نړیوالو او د بل بهرنی هیواد په قانونونو کی وړاندیز شوی وی؛

    -  د کارونکی په هکله شخصی معلومات د « سپوتنیک » او یا هم د دریم ګړی په غوښتنه هغه وخت ورکول کیږی کله چی، د هغوی قانونی کټی او یا هم ټولنیزی ګټی مطرح وی خو په دی شرط چی د کارونکو حقوق او آزادیو څخه سرغړونه ونه شی.

    -  په نورو حالاتو کی چی د روسیی ، نړیوالو او د بل بهرنی هیواد په قانونونو کی وړاندیز شوی وی؛

    سره له دی چی « سپوتنیک » هڅه کوی، په ډاډمنه توګه ستاسی شخصی معلومات د دریم ګړو څخه خوندی وساتی، خو دا چی د بریښنا په کرښه د معلوماتو د لیږد بهیر د خوندیتوب له اړخه سل په سلو کی ډاډمن نه دی، نو ځکه خو مونږ هیڅ  ډول ضمانت کولای نه شو، تاسی په دی برخه کی

    په ځانګړی توګه د مهمو معلوماتو د لیږد پر مهال دی ته رابولو چی د ډیر احتیاط څخه کار واخلی.

    بدلونونه
    «سپوتنیک» کولای شی، په پر له پسی توګه خپل د خوندیتوب اصول نوی کړی. مونږ تاسی ته بلنه درکوو چی کله نا کله دغه سند وګوری. خپلی شننی او لید لوری د «ځوابیه اړیکی» له لاری مونږ سره شریکی کړی.