په ژوندی پڼه خپرونه
    چين د ۷۰۰ کيلومترو په اوږدوالي دغاز نلليکه جوړوي

    چين د ۷۰۰ کيلومترو په اوږدوالي دغاز نلليکه جوړوي

    © Sputnik/ Aleksandr Mazurkevich
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1401

    چين د ۷۰۰ کيلومترو په اوږدوالې دغاز نللېکه جوړوي ، تر څو دايران څخه پاکستان ته ګاز وليږدوي.

    پاکستان دديرکلنو راهیسي دانرژي دکمښت سره مخامخ دي سره له دې چې دامريکا متحد ايالات ددې پروژي سره مخالفه ده.

    لکه چې «وال استريت ژورنال » خبر ورکوي ، دغه موافقه به اسلام اباد   ته دچين ولسي جمهوريت دمشر شی جین پینگ دسفر پر مهال چې په روانه مياشت کې تر سره کيږي ،دپاکستانې لوړ پوړو چارواکو سره لاسليک کړي دغه دګاز نللېکې پروژي دجوړولو چاري چيني کمپنۍ CNPC په غاړه اخلي.

    . دکارپوهانو دارزونې له مخې  پر دغه پروژه له 1,5 تر 1,8 مليارد ډالر لګښت راځي. 

    دغه پيسي دچين لخوا دپور په ډول ورکول کيږي. او پاتې نورې دپاکستان لخوا پرې کيږي دغه پیسي به دګاز دنللېکې چې دپاکستان لويديځ له  ګوادر بندرڅخه بيا د سند ايالت تر نواب ښار پوري غزيږي ، مصرف سي.

    ددغې پروژي لګښت به تر ۲ مليارد ډالرو پورې ورسيږي که چيري په ګوادرکې داوبلن ګاز دپاره ترمينال جوړسي ، خو تراوسه پورې په دې اړ لا پريکړه نه ده سوي

    او دګوادر دبندر نه تر ايران پورې تلليکه چې ۵۰ کيلومتره کيږي ، پاکستان جوړوي.ددغې پروژي جوړول به دوه کاله وخت ونيسی او پاکستان به دانرژي له کمښت څخه نجات ومومي.     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی