په ژوندی پڼه خپرونه
    په عراق کې «اسلامي دولت » ټول دتيلو سيمي له لاسه ورکړي دي

    په عراق کې «اسلامي دولت » ټول دتيلو سيمي له لاسه ورکړي دي

    © Photo/ Katsrcool
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1301

    د«اسلامي دولت » ترهګرو ډلو په عراق کې دتيلو ټولې سيمي له لاسه ورکړي دي.

    دامطلب  Suddeutsche Zeitungدالمان دفدرالي اطلاعاتي خدماتو له قوله ورکړی دي.  ددغې ورځپاڼۍ په قول دمارچ په مياشت کې دالمان کشفي ادارې دسپوږمکۍ له لاري داسي انځورونه تر لاسه کړل ،چې د تکريت په شمال —ختيځ  دتيلو په دووسيمو کې اورلګيدلی دي.

    په همدې ډول دغه اطلاعاتي اژانس خبر ورکوي ،چې «اسلامي دولت » يواځي د (کايرا) دتيلو سيمه چې دموصل دښار څخه جندان واټن نه لري  آو په ورځ کې ۲ زره بيرل تيل توليدوي ، په واک کې لري.

    .دالمان داطلاعاتي خدماتو دماهرينو دارزونې له مخې دا يواځي ۵ فيصده دتيلو دتوليد سيمي دي چې اسلامي دولت ورته لاسرسی لري.

    دالمان دفدرالي اطلاعاتي خدماتو اداره عقيده لري ،چې «اسلامي دولت » دتيلو په استخراجولو کې دزړو تجهزاتو څخه کاراخلي او په دې مسلک کې ماهرين هم کفايت نه کوي.

    دسورئي دتيلو سرچيني هم نسي کولای دغه دتيلو کمښت ډک کړي نو له دې کبله اوس «اسلامي دولت » ه په داسي بد حالت کې دي چې نسي کولای تيل صادر کړي. او ددوی « دعايد مهمه سرچينه » تر هوائي ګوزارونو لاندې ده دامطلب داطلاعاتو دما هرينو په رپوټ کې راغلی دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی