په ژوندی پڼه خپرونه
    د « یاک – ۱۳۰ » ډوله الوتکه

    بیلاروسیه د روسیی څخه څلور نوری « یاک ۱۳۰ » ډوله الوتکی غواړی، وپیری

    © Sputnik/ Anton Denisov
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8231

    بیلاروسیه په پام کی لری څلور نوری « یاک – ۱۳۰ » ډوله پوځی ښوونیزی روسیی الوتکی وپیری. په دی هکله خبر نن د بیلاروسیی د هوایی او د هوایی مدافعی د ځواکونو قوماندان الیګ دویګالیف ورکړی دی.

    د ریا نووستی خبری آژانس د بیلاروسیی د هوایی او د هوایی مدافعی د ځواکونو د قوماندان الیګ دویګالیف له قوله وایی چی؛« زمونږ لید لوری روښان دی، مونږ به په راتلونکی کی هم د « یاک — ۱۳۰ » ډوله الوتکو رانیولو ته دوام ورکړو، د « یاک — ۱۳۰ » ډوله ځلور الوتکی رارسیدلی دی او څلور نوری به هم وپیرو. مونږ په پام کی لرو چی د ۲۰۲۰ زیږدیز — لمریز کال څخه وروسته هم دغه پروګرام بهیر ته دوام ورکړو».

    الیګ دویګالیف ځرګنده کړه، چی د وخت په تیریدو سره به د « یاک — ۱۳۰ » ډوله روسیی الوتکی د چک « l-39 » الوتکو د کومو د خدمت دوره چی په ۲۰۲۰ زیږدیز- لمریز کال کی پای ته رسیږی، ځای ونیسی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی