په ژوندی پڼه خپرونه
    د « Apple» د ګټو کچه ۴۰ سلنه لوړه شوی

    د « Apple» د ګټو کچه ۴۰ سلنه لوړه شوی ده

    © Photo/ Apple
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4421

    دا دوهم کال دی چی د « Apple» د کمپنی د ګټو کچه د وال سټریت د تمی پرته لوړیږی. د ۲۰۱۵ زیږدیز- لمریز کال په دریو لومړیو میاشتو کی د « iPhone » ټیلفون د وړاندیز څخه ډیر پلورل شوی او ډیره سوچه ګټه یی یادی کمپنی ته راوړی ده.

    د کمپنی لخوا په خپره شوی خبر پاڼه کی لوستل کیږی، چی دغو ګټو او لاسته راوړنو ته په کتو سره کمپنی په پام کی لری، خپلو شریکانو ته ۵۰ سلنه پیسی وروګرځوی او تر ۲۰۱۷ زیږدیز- لمریز کال د مارچ د میاشتی تر پایه پوری غواړی چی تر ۲۰۰ ملیاردو ډالرو ډیره پانګه په کار واچوی، کمپنی په پام کی لری، په ځانګړی توګه د ۹۰ ملیاردو څخه تر ۱۴۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت خپلی سهمیی بیرته وپيری، د هرو دریو میاشتو ګټه ۱۱ سلنه تر ۵۲ سنتو پوری په هره سهمیه کی لوړه شوی ده.

    د « « Apple» د کمپنی د سهمیی بیه د اپریل د میاشتی په ۲۷ مه نیټه د نیویارک په بازار کی ۱،۳ سلنه لوړه شوی ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی