په ژوندی پڼه خپرونه
    په سانکت پیطر بورګ کی په نړیواله اقتصادی لویه غونډه کی د بهرنیو کډون دوه ځلی ډیر شو

    په سانکت پیطر بورګ کی په نړیواله اقتصادی لویه غونډه کی د بهرنیو کډون دوه ځلی ډیر شو

    © Sputnik/ Michael Klimentyev
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 65 0 0

    په سانکت پیطر بورګ کی د ۲۰۱۵ ز- ل په نړیواله اقتصادی لویه غونډه کی چی سږکال د جون د میاشتی په ۱۸ مه نیټه جوړیږی، په روسیی د لګیدلو بندیزونو سره سره د بهرنیو کډون د تیر پر تله د ۶۲ څخه تر ۱۱۴ پوری، دوه ځلی ډیر شوی دی.

    « په دغی لویی غونډه کی به د ۱۱۴ هیوادونو استاځی برخه ولری، دا په داسی حال کی چی په تیر کال کی د ۶۲ هیوادونو استاځو ګډون کړی وو،… د بندیزونو سره سره د کډونوالو هیوادونو لخوا د څرګنده پرمختګ بهیر په سترګو کیږی — اوشاکوف زیاته کړه؛ مونږ هیله لرو چی دا ټول به ښی اغیزمنی پایلی ولری او ځانګړی تړونونه به لاسلیک شی».

     په دی هکله د روسیی د ولسمشر سلاکار اوشاکوف په ډاګه کړه؛ چی « په یاده غونډه کی به د ۴۲ هیوادونو رسمی استاځی برخه ولری».

    اوشاکوف وویل؛ چی په دی غونډه کی د ګډونوالو عمومی شمیر د ۶۵۰۰ څخه تر ۷۵۰۰ پوری لوړ شوی دی، چی په دی جمله کی د روسیی د شرکتونو د مشرانو شمیر د ۶۰۰ څخه تر ۹۰۰ پوری ډیر شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی