په ژوندی پڼه خپرونه
    د لسو ډالرو په نوو بانک نوټونو کی به د ښځی انځور چاپ شی

    د لسو ډالرو په نوو بانک نوټونو کی به د ښځی انځور چاپ شی

    © Sputnik/ Vladimir Sergeev
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 90 0 0

    د Reuters آژانس خبر ورکوی؛ چی د امریکا په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره د لسو ډالرو په نوو بانک نوټونو کی به د ښځی انځور چاپ شی.

    د امریکا د متحده ایالاتو د مالی چارو وزیر جیکوب لیو وویل، چی نوی بانک نوټ به په ۲۰۲۰ زیږدیز- لمریز کال کی چلند ته وړاندی شی او « انځور به په کی د امریکا د دیموکراسی د ارزښتونو ښکارندوینه کوی». خو دایی ونه ویل چی د چا انځور به په کی چاپ شی.

    ویل کیږی، چی نوی بانک نوټ به د ټول پوښتنی د پایلو پر بنسټ چی ایندری جکسن، ایلیانوره روزولت او روزه پارکس په کی تر ټولو مخکی دی، چاپ شی.

    د دغه بانک نوټ په هکله پریکړه، د امریکا په اساسی قانون کی ښخو ته د رای کارونی د حق ورکولو سلمی کلیزی په ویاړ نیول شوی ده.

    د امریکا د متحده ایالاتو د مالی چارو وزیر زیاته کړه، د الکساندرګاملتون انځور چی د لس ډالرو په ارزښت په اوسنیو بانک نوټونو کی شتون لری، په نوو بانک نوټونو کی به هم وساتل شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی