په ژوندی پڼه خپرونه
    ځینی خوراکه توکی، کنسروی او ګلان ښایی د بندیز تر اغیز لاندی راشی

    د کرهنی د چارو وزارت: ځینی خوراکه توکی، کنسروی او ګلان ښایی د بندیز تر اغیز لاندی راشی

    © Sputnik/ Maria Plotnikova
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 79 0 0

    د روسیی د کرهنی د چارو وزارت د هغو توکو په نوملړ کی چی د بندیز تر اغیز لاندی دی ښایی د ځینو نورو توکو لکه د ګلانو، د ماهی د کنسرو، د شیرینی او چاکلیټو نومونه هم ور زیات کړی. په دی هکله څرګندونی د روسیی د کرهنی د چارو وزیر الکساندر تکاچیف کړی دی.

    د «ریا نووستی» خبری آژانس د کرهنی د چارو وزیر له قوله کاږی: «مونږ وړاندیز کوو چی په ریښتینی توګه روسیی ته د ګلانو په راوړلو چی د سوداګریزو چارو یوه لویه برخه ده، په شیرینیو او چاکلیټو چی د جوړولو کارخانی لرو، بندیز ولګول شی».

    د روسیی د کرهنی د چارو وزیر الکساندر تکاچیف زیاته کړه: « په وروستیو کلونو کی د ماهیانو او اړونده محصولاتی چارو کی د پام وړ پرمختګ په سترګو شوی دی، دی برخه کی د کار کولو لپاره ښی زمینی برابری دی».

    نوموړی د کلانو د کار او بار په هکله هم داسی وویل؛ «زه فکر کوم دا خبره د ګلانو د کار او بار پوری هم تړلی ده، دا هم د سوداګریزو چارو یوه لویه برخه ده».

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی