په ژوندی پڼه خپرونه
    دډونالډ ټرمپ پانګه یو ملیارد ډالره لږه شوې ده

    دډونالډ ټرمپ پانګه یو ملیارد ډالره لږه شوې ده

    © REUTERS/ Mike Segar
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 91 0 0

    د Forbes دارزونو له مخې، دیوکال په اوږدو کې دامریکا دولسمشر دډونالډ ټرمپ په شتمنۍ کې یو ملیارد ډالره کمښت راغلی او اوس ۳،۵ ملیارده ډالره ده.

    یو کال مخکې دډونالډ ټرمپ شتمني ۴،۵ ملیارده ډالره وه او د نړۍ تر ټولو شتمنو خلکو په نوملړ کې یې ۳۳۶ ځای خپل کړی وو اوس دټرمپ نوم دنوملړ په ۵۴۴ کرښه کې کښل شوی دی.

    د«سپوتنیک» آژانس یادونه کوي؛ چې دجنوري په میاشت کې ډونالډ ټرمپ ویلي وو؛ چې دخپلو سوداګریزو چارو مشري خپلو زامنو؛ کوچني ډونالډ او ایریک ته ورکوي. نوموړي څرګنده کړې وه، چې دهغه زامن به په مسلکي توګه چارې پرمخ بیايي او په دې هکله به ورسره بحث نه کوي.

    اوسمهال په کال کې دامریکا دولسمشر معاش ۴۰۰ زره ډالره دی او په کال کې کولای شي۵۰ زره ډالره دشخصي لګښت لپاره وکاروي. په همدې ډول هغه په کال کې دسفرونو لپاره ۱۰۰ زره ډالره او ددمې لپاره ۱۹ زره ډالره په خپل واک کې لري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی