په ژوندی پڼه خپرونه
    Things of plastic

    کابل کې د پلاستیکي توکیونړیوال نندارتون جوړ شو

    © Photo/ Pixabay
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1520

    یاد نندارتون کې تولیدي توکي، ماشینونه، لومړني توکي او پلاستیکي مصنعتونه په‌کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

    په‌ دې نندارتون کې شاوخوا ۹۵ کورنیو او بهرنیو شرکتونو ګډون کړی و، چې له ‌دې شمېرې ۳۸ شرکتونه د افغانستان، ۴۴ یې د ایران او پاتې نور هغه د پاکستان، هندوستان، ترکیې، چین او تایوان هېوادونو وو.

    د پلاستیکي صنعت نندارتون په پرانستغونډه کې د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال خان جان الکوزي وویل، چې په افغانستان کې د پلاستیک صنعت ډېرې فابریکې شته، چې له سمیې بهر د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم رقابت کولی شي او افغانستان تقریباً د پلاستیکي صنعت په برخه کې ځان بساینې ته رسېدلی دی.

    د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال وویل، چې پلاستیکي صنعتي توکي د انسانانو له مهمو اړتیاوو څخه دي او د دې صنعت د پیاوړتیا له ‌پاره د نندارتونونو جوړول یو ګټور ګام دی.

    د هیله‌ من دی، چې په ورته نورو برخو کې هم د ښو تولیداتو او نندارتونونو د جوړولو جوګه شو.

    خان جان الکوزي زیاته کړه، چې د صنعت په برخه کې فساد او صنعتکارانو ته د امکاناتو نه برابرول هغه ستونزې دي، چې د صنعت د پرمختګ مخه نیسي.

    په نندارتون کې د اجرایوي ریاست لومړي مرستیال محد محقق وویل، چې هېواد یوازې په امنیت پرمختګ نه‌ شي کولی، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه باید صنعت ته وده او له خصوصي سکتوره ملاتړ وشي.

    هغه ډاډ ورکړ، چې حکومت د صنعتي پارکونو او ښارګوټو د جوړولو ترڅنګ د صنعتکارانو ملاتړ کوي، چې په‌دې سره هېواد په پښو درېدلی شي.

    د پلاستیک صنعت نړیوال نندارتون کې کورني پلاستکي تولیدات لکه پلاستیکي بوټونه، د اوبو پلاستیکي زېرمې، پلاستیکي خلتې او د کور توکي، لکه جک، کاسې، عینکې او دې ته ورته ډېر نور توکي نندارې ته اېښودل شوي‌وو.

    دغه نندارتونه به دوه ورځې د مینه‌والو پر مخ خلاص وي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی