په ژوندی پڼه خپرونه
    भारत में यातायात

    د سوداګرۍ خونې: د افغانستان په صادراتو کې کموالی راغلی

    © AP Photo/ Aijaz Rahi
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4801

    د افغانستان د سوداګرۍ خونې وایی تیر یا جادې نړیوال سازمان سره د افغانستان په صادراتو کې کموالی؛ خو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی دی.

    کابل کې د ټرانسپورټ وزارت، سوداګرۍ خونې، «یو اېس اي ډي» او اتار ادارې په مرسته نن چهارشنبې د (می پر ۱۰مه) د «تیر یا جادې نړیوال سازمان» په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې پوهاوی ورکړل شو.

    د غونډې ګډونوالو وویل، چې د تیر سازمان په هکله پوهاوی ورکولو څخه دا ده، چې له کومو لارو چارو کار واخلي، چې افغانستان له جنوبي اسیا او مرکزي اسیا سره ونښلوي.

    غونډې ته د سوداګرۍ خونې د مدریت پلاوي مرستیال محمد یونس مومند وویل، چې د تیر سازمان له لارې د ټرانزیټ د لګښت کچه راټیټېږي او له‌دې لارې د توکیو صادرات او واردات په اسانۍ سره کېدای شي.

    ده زیاته کړه، چې له‌دې سازمان سره د افغانستان په صادراتو کې کموالی؛ خو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی دی.

    مومند دا هم وویل، چې له ۲۰۱۳ کاله راوروسته چې افغانستان د تير سازمان غړی شوی؛ ۱۷ کانټېنره مال صادر شوی؛ خو له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ کاله پورې له نورو هېوادونو نه ۱۲۸۶ لارۍ مال وارد شوی‌دی، چې دا توپیر د اندیښنې وړ دی.

    ښاغلی مومند وړاندې وايي، چې د اړوندو ادارو نه همکاري، د لارو ستونزې، موټرچلوونکیو ته د وېزو نه ورکول، د دې سازمان په اړه د موټرچلوونکیو نه پوهاوی او ځېنې نورې ستونزې د دې باعث شوې‌دي، چې د تېر سازمان له ننګونو سره مخ کړي.

    د تیر سازمان د پوهاوي ملي غونډې ته د ماليې وزارت معین شفیق الله قاری‌زاده وویل، چې د صادراتو او وارداتو له‌‌پاره د تیر له سازمانه ګټه اخیستل د خلکو په ژوند مثبته اغېزه کوي او له‌دې سازمانه ګټنه به د افغانستان د سوداګرۍ ډېرې ستونزې راکمې کړي.

    ښاغلي قار‌ي‌زاده وویل، چې ماليې وزارت د تیر سازمان د پلي کولو په موخه یو لړ پرګرامونه په پام کې نیولي، چې په مرور د وخت سره به پلي شي.

    دوی په پام کې لري، چې په ګمرکونو کې د تیر سیستم مدریت جوړ کړي او د تیر سازمان ته د سرحدي بندرونو لکه تورخم، حیرتان، اقینه، شېرخان بندر ترڅنګ کابل، هرات بلخ، اندخوي او کندوز محصولي بندرونه ور وپېژني.

    په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او عوایدو متخصص مکس لي وویل، چې دوی به د تیر سازمان په ښه پلي کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د ټرانسپورټي شرکتونو او د موټرچلوونکیو د ظرفیت لوړولو په موخه به عملي ګامونه واخلي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی