په ژوندی پڼه خپرونه
    КАРЗАЙ

    په دوبۍ کې د کرزي د کورنۍ امپراتوری

    © Sputnik/ Alexander Natruskin
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 98123

    په دوبۍ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کورنۍ اړوند ملکیتونه نوي میلیون پونډو ته رسیږي.

    انګلیسي دیلي میل ورځپاڼې په خپل تازه رپوت کې په ډاګه کړې، چې په دوبۍ کې د پخواني افغان ولسمشر د کورنۍ ملکیتونه نوي میلیون پونډو ته رسیږي.

    د رپوت په یوه برخه کې راغلي؛ حامدکرزي د خپل حکومت په پېر کې، چې د اداري فساد کمی هم په کې نه وو، د دوبۍ د مالي امپراتورانو په ډله کې راغلی دی.

    د افغانستان د شفافیت بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وایي په پخواني حکومت کې فساد ډېر و، چې تر میلیونونو او میلیاردونو دالرو رسیږي.

    خوعبدالکریم خرم، چې د پخواني ولسمشر د دفتر ريیس و، رسنیو ته د تیلیفون پرلیکه دغه رپوت له غرض او کیني ډک او د خندا وړ وباله.

    د غزني پخوانی والي شېر محمد خوستی وایي، دا خبرې کیدی شي سیاسي وي؛ ځکه، چې د امریکا په وړاندې د حامد کرزي ټینګ دریځ دغه ګزارش سیاسي کړی دی.

    له دې مخکې پیپل ویت مني بریتانوي ورځپاڼې هم لیکلي وه، چې حامد کرزی د نړۍ د لس بډایو یا کاروباري سیاستوالو په ډله کې راځي.

    د دغې ورځپاڼې په رپوت کې راغلي، چې حامدکرزی په کال کې دوه اتیا میلیون دالر تر لاسه کړي، چې ټوله پانګه یې ۲۴۵ میلیون دالرو ته رسیږي.

    د مشرانو جرګې مرستیال آصف صدیق يوایي، د افغانستان حکومت باید دا مسله بشپړه وڅیړي؛ که په دې کار کې حامد کرزی ککړ راووځي، محاکمه یې هم اړینه ده.

    دا رپوتونه په داسې حال کې خپریږي، چې پخوانی ولسمشر حامدکرزي ځيني اروپايي او امریکايي هېوادونه ده ته پر دسیسه جوړولو تورن شوي دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی