په ژوندی پڼه خپرونه
    اقتصاد

    وزیره: د ۱،۳ ميليارده ډالرو پانګونې سربیره،کانونو کی هيڅ ډول لاسته راوړنې شتون نه لري

    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 21 0 0

    د کانونو او پيټروليم وزارت چارواکي وايي، چې په هېواد کې د امکاناتو،ظرفيت او د کانونو په برخه کې د ۱،۳ ميليارده ډالرو پر پانګونې سربيره هم، هيڅ ډول لاسته راوړنې شتون نه لري.

    د دغه وزارت سرپرست وايي، چې حکومت په ناقانونه توګه د کان کيندنې پر مخنيوي نه دی توانيدلی، خو زياتوي چې دا مهال د يوه قانوني چوکاټ له مخې، کانونو ته د خصوصي سکټور پر لاسرسي کار کوي.
    په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې د حکومت په اقتصادي پاليسۍ کې صنعت ته په لومړيتوب ورکولو ټينګار کوي.
    ددې خونو مسؤلان وايي، چې خامو موادو نشتون او له هېواد د باندې د ګران بيه دبرو د قاچاق له امله، د ډبرو پروسيس يو شمېر کارخونې بندې شوې دي.
    د کاني عايدو ډېری برخه په دې وروستيو کې د وسلوالو ډلو جيب ته لوېږې او له همدې لارې تر يوه حده ځان له مالي او تهيزاتي اړخه تمويلوي.
    ځکه د ولسي جرګې د طبيعي زيرمو رئيس تايدوي، چې له کانونو د وسلوالو استفاده د افغانستان ثبات لپاره لويه ننګونه ده.
    افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو شمېرل کېږي، چې تر اوسه يې طبيعي زيرمې له سر پوښلې پاتې دي، خو شکايت دادي چې حکومت د اقتصادي بساينې په هدف د کان کيندنې په برخه کې پانګونې ته فرصت نه برابروي، او له همدې امله ترې روزواکي او جنګيالۍ دلې برخمنې کېږي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی