په ژوندی پڼه خپرونه
    ارگ

    ارګ، ۲۴ قراردادونه منظور کړل

    © Wikipedia
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5900

    د افغانستان د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د ۱ میلیاردو او ۸۹۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۲۴ قراردادونه منظور کړل.

    دغه منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي: په فاریاب ولایت کې د اندخوی ولسوالۍ څخه تر قرغان پورې د سړک پخولو پروژه؛ د سیمه‌ییزو خصوصي عرضه کوونکو له لارې په ناامنه سیمو کې د روغتیايي په ځانګړي ډول د مور او ماشوم لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو قرارداد. لومړۍ برخه په روزګان او کندهار، دویمه برخه په هلمند او فراه، درېیمه برخه په نورستان کې؛

    د ۳۶ میاشتو (درې کلونو) لپاره په بلخ، سرپُل او جوزجان ولایتونو کې د ولسي تړون پروژې د تطبیق لپاره د مشورتي خدمتونو د موسسو تدارک؛
    د څلورو هوایي ډګرونو (کابل، بلخ، کندهار او هرات) د امنیت د ټینګښت پروژې قرارداد؛
    د مالیې وزارت د کورنیو مفتشینو لپاره د مسلکي شهادت نامې د صدور برنامې لپاره د مشورتي خدمتونو پروژه؛
    د غزني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز(ICT center) او سولر سیستم جوړولو قرارداد؛
    د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اړتیا وړ ۱۰۰ عدده سي اې بورډونو تدارک؛
    د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند په ۱۷ ولایتونو کې د کورنیو باغچو جوړولو او د څاڅکو سیستم د لګولو لپاره د ۹قلمه اجناسو د تدارک قرارداد؛
    د افغانستان د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې عمومي شرکت اړوند له تجهیزاتو سره د ۵۰۰ متر مکعب اوبو زیرمې جوړولو پروژې قرارداد؛
    د عامه اعتباراتو د ساتنې، مراقبت او ثبت سیستم د خدمتونو پروژه (د بیې په لوړولو سره د تعدیل قرارداد).
    د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې اړوند د ولایتي رئیسانو او ولسوالانو د اړتیا وړ ۲۰۱۷ ماډل ۹۵عرادې پیکپ موټرو تدارک؛
    د افغانستان د برېښنا شرکت اړوند د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ د برېښنایي تجهیزاتو او ودانیزو توکو د چمتو کولو او تدارک قرارداد؛
    د مالیې وزارت اړوند د کارت چاپولو لپاره له ټولو ملحقاتو سره د درې پایي پرنټرونو د تدارک قرارداد ورکړه؛
    د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د اړتیا وړ اعاشوي توکو (غوښې) د چمتو کولو او تدارک قرارداد؛
    د نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت اړوند په ملي او محلي کچه د عامه پوهاوي راډیویي اعلانونو د خپرولو پروژې قرارداد؛
    او د ملي امنیت لوی ریاست د نظامي قطعاتو او مرکزي ادارو د اړتیا وړ اوبلن ګازو د تدارک قرارداد؛
    په دغه غونډه کې ملي تدارکاتو کمېسیون د سیمه‌یزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو معینیتونو لپاره د تخنیکي سلاکار د ګمارلو د مشورتي خدمتونو پروژه، د دایکندي ولایت د سوختوک برېښنا د کوچني بند ډيزاین، جوړولو، نصب او منتاژ پروژه(د بيې له زیاتوالي پرته د مودې غځول) او د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ له نواباد کلي څخه تر مرکز سنګرسرای پورې د سړک جوړونې پروژه د لا زیاتې ارزونې او د تخنیکي ستونزو د لرې کولو په موخه بېرته ور وګرځول شوې.

    د ملي تدارکاتو کمېسیون د ننګرهار ولایت د کامې له نواباد کلي څخه تر سنګرسرای پورې د سړک جوړولو پروژې په اړه پرېکړه وکړه چې د دغه واټ د جوړولو لپاره د وړاندیز شوي شرکت له‌خوا د ناسمو اطلاعاتو ورکولو موضوع دې د فواید عامې وزارت له خوا په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅیړل شي او د سرغړونې په صورت کې دې نوموړی شرکت د تدارکاتو قانون له احکامو سره سم د محرومیت لپاره ملي تدارکاتو ادارې ته ور وپیژندل شي.

    ملي تدارکاتو کمېسیون د تفتیشوونکي شرکت په اړه چې د نوموړي شرکت د مالي تفتیش مسئولیت یې په غاړه درلود، پریکړه وکړه چې دغه شرکت دې هم د جعل، جوړجاړي او د حقایقو د پټولو له امله تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي او د هېواد د نافذه قوانینو له مخې دې جواز لغوه شي.

    په دې غونډه کې د کمېسیون د غړیو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې مالي او بودجې کمېسیون، مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون، سيګار او سیستیکاغوڅ ملاتړ څارونکو برخه اخستې وه.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی