په ژوندی پڼه خپرونه
    فوربز د نړۍ تر ټولو ګران بيو برنډونو نوملړ خپور کړی

    فوربز د نړۍ تر ټولو ګران بيو برنډونو نوملړ خپور کړی

    © AFP 2017/ Hoang Dinh Nam
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 68 0 0

    د فوربز مجلې د ۲۰۱۷ کال د نړۍ تر ټولو ګران بيو برنډونو نوملړ خپور کړی.

    سږ کال پدې نوملړ کې ۱۰۰ شرکتونه شامل شوي، چې مجموعي ارزښت يي ۱،۹ ټریلیونو ډالرو ته رسیږي.

    پدې نوملړ کې لومړی ځای د Apple شرکت نیولي، چې ارزښت يي شاوخوا ۱۷۰ ميليارده ډالره اټکل شوی، دویم ځای د ګوګل شرکت (۱۰۱،۸ میلیارده ډالره)، دریم ځاي مایکروسافټ شرکت (۸۷ ميليارده ډالره)، څلورم ځای فیسبوک شرکت (۷۳،۵ میلیارده ډالره) او پینځم ځای د کوکا کولا شرکت (۵۶،۴ میلیارده ډالره) ترلاسه کړي دي.

    د معلوماتو له مخي، Amazon، Facebook او Starbucks شرکتونو د ټولو شرکتونو پرتله زیاته ګټه کړی.

    د چاپان ټويوټا شرکت، چې ارزښت يي ۴۱،۱ میلیارده ډالره دي له امرېکا نه بهر تر ټولو ګران بیه شرکت دي. د جنوبي کوریا سامسنګ شرکت د ۳۸،۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۱۰ ځاي نیولي.

    اړیکه ټینګوونکی:

    فوربز د شتمنو ستورو نومونه په ګوته کړي دي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی