په ژوندی پڼه خپرونه
    یو چینایی د بانک د تېروتنې له امله ملیاردر شو

    پخواني وزیر: امریکا دې له افغان حکومت سره خپلې مالي مرستې ودروي

    © Fotolia/ ElenaR
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 38410

    دی له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې ډول له امریکا غوښتي چې له افغان حکومت سره خپلې مالي مرستې ودروي.

    د ابو او برېښنا پخواني وزیر او د جمعیت اسلامي گوند د رهبري شورا غړي، اسماعیل خان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ملي يووالي حکومت د ملي مسئلو د مدیریت توان نه لري.

    سربېره پر دې اسماعیل خان د ملي يووالي حکومت تورن کړ چې نور یې مشروعیت له لاسه ورکړی.

    دی وايي ښه دا ده چې امریکا د اوسني مشروعیت بایللي حکومت پر ځای د «افغانستان د خلکو ترڅنګ» ودرېږي.

    اسماعیل خان چې د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی هم دی، پرونیو څرګندونې يې د جمعیت د مشر، صلاح‌الدین رباني له هغو غوښتنو سره توپیر درلود چې له حکومته یې کړې وې.

    رباني له حکومته غوښتي و چې د امنیتي ادارو مشران، په تېره د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر له دندې ګوښه کړي.

    اسماعیل خان ویلي چې د څېرو ګوښه کول د هېواد پر وضعیت مثبت اغېز نه لري.

    اسماعیل خان د ملي یووالي حکومت د کار پای ته رسولو لپاره دوه انتخابونه وړاندې کوي: له وخته مخکې ټاکنې او یا لویه جرګه: «یا د لویې جرګې له لارې او یا هم له وخت مخکې ټاکنو له لارې هیله‌من یو له دې حالت څخه وژغورل سو».

    اسماعیل خان ګواښ کوي که حکومت د جمعیت اسلامي د غوښتنو په تړاو بې پروايي وکړي «بدې پایلې» به ولري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی