په ژوندی پڼه خپرونه
    غنی:خبرنگاران باید دوست و دشمن خود را بشناسند

    الکوزي،ولسمشر ته له معترضینو نه شکایت وکړ

    © Photo/ Ajmal Tareen
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 326 0 0

    خانجان الکوزي وویل، په کابل کې وروستی ترویستی برید چې زموږ یو شمېر هېوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول، په حقیقت کې په خصوصي سکتور برید وو، چې د لومړنیو ارزونو له مخې په کې پانګوالو او متشبثینو ته ۳۰ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.

    د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د خصوصي سکتور استازو، صنعتکارانو، متشبثینو او پانګوالو سره په ارګ کې وکتل.

    په دې کتنه کې لومړی خانجان الکوزي د خصوصي سکتور په استازیتوب خبرې وکړې او د کابل وروستۍ تروریستي پېښې له امله یې جمهور رئیس او د افغانستان خلکو ته تسلیت ووایه او همدارنګه یې خصوصي سکتور ته د جمهور رئیس له همېشنۍ پاملرنې مننه وکړه.

    ښاغلي الکوزي د کابل ښار واټونو کې د خېمو ودرولو ته په اشارې وویل، دا مدني حرکت او د ولسواکۍ اصل نه دی چې د خپلو حقونو په پلمه د نورو حقونه متضرر او تر پښو لاندې شي. هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور د دغو معترضینو له امله هره ورځ دوه میلیونه ډالر زیان ویني.

    نوموړي د دغې ستونزې په قانوني او معقول حل ټينګار وکړ او وې ویل، ناامني، تښتونې، د پاکستان له لوري د لارو بندول، ګمرکونو کې د نورو مداخلې او د ولایتي شوراګانو د یو شمېر استازو له لوري یا د دوی په لمسون د تاجرانو ځورول د خصوصي سکتور عمده ستونزې دي چې حل ته یې باید پام وشي.

    د افغانستان د صنایعو د سرتاسري اتحادیې رئیس شېرباز کمین زاده د خپلو څرګندونو پرمهال وویل، افغان صنعتکارانو خپل پروګرامونه د دولت له ملي او اقتصادي پروګرامونو سره همغږي کړي. هغه زیاته کړه، د حکومت اقتصادي ملي برنامې باید په چټکۍ سره تطبیق شي.

    نوموړي د افغانستان د صنعت او تجارت د ودې په برخه کې د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس هلې ځلې د قدر وړ وبللې او څرګنده یې کړه، د چین په ګډون د سیمې هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو له لارې د سوداګرۍ ودې او افغان صنعتکارانو او متشبثینو ته زیاتې زمینې او اسانتیاوې برابرېږي.

    وروسته د روشن مخابراتي شرکت عملیاتي رئیسې شېرین رحماني په کابل کې وروستۍ تروریستي پېښې ته په اشارې وویل، په دغه پېښه کې د روشن کمپنۍ ۳۳تنه کارکوونکي شهیدان او ۸۸ کسان ټپیان شوي دي. هغې زیاته کړه، روشن مخابراتي شرکت ته تقریباً پنځه میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

    اغلې رحماني وړاندیز وکړ،دولت دې په خپله یا د بین المللي موسسو له لارې روشن مخابراتي شرکت ته د اوښتي زیان د جبران په موخه مالي مرسته وکړي. هغې وویل، دولت دې معقوله مالیه وضعه او همدارنګه د شرکتونو او پانګوالو امنیت ته پام وکړي.

    همدارنګه د یک خصوصي تلویزیون رئیس فهیم هاشمي د وینا پرمهال وویل، د دغه تلویزیون خبریالانو او کارکوونکو په ټپي حالت کې د تلویزیون خپرونو ته ادامه ورکړه او همدارنګه یې د وینا د ازادۍ د ملاتړ او د خبریالانو د هڅونې په برخه کې د جمهور رئیس هلې ځلې وستایلې.

    نوموړي وویل، د کابل د وروستۍ تروریستي پېښې له امله یک خصوصي تلویزیون ته د درې نیم او څلور میلیون ډالرو په اندازه زیان اوښتی دی. هغه زیاته کړه، د زیانمنو شویو وسایلو، ودانۍ، سټوډیو او دفترونو د رغاولو لپاره د مرستې او یا پور په بڼه یوې ټاکلې بودجې ته اړتیا لري.

    د عزیزي بانک اجرائیوي رئیس سلیم امید د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان مالي او بانکي سیستم ته د جمهور رئیس له پاملرنې مننه وکړه ، هغه وویل، د دوی ۱۵۰ تنه کارکوونکي ټپیان او مرکزي دفتر ویجاړ شوی دی، خو د دې باوجود عزیزي بانک خپل خدمات نه دي ودرولي.

    هغه وړاندیز وکړ چې له بهرنیو بانکونو سره د خصوصي بانکونو پرې شوې اړیکې دې بېرته تینګې شي، د بانکونو برخه کې دې کاغذپراني کمه او د حقوقي قضایاو د حل لپاره دې یوه ځانګړې محکمه ایجاد شي.

    ورپسې د کابل سټار هوټل رئیس سیدمحمد شاه اغا وویل، دغه هوتل چې د ۲۰ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی وو، د وروستۍ تروریستي پېښې له امله یې تقریباً شپږ میلیون ډالره زیان لیدلی دی. نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې د هوټل د زیانمنو شویو برخو د رغاولو په برخه کې ورسره مالي مرسته وکړي.

    د رویال خصوصي روغتون رئیس ډاکټر دلاور څرګنده کړه، د کابل وروستۍ تروریستي پېښې د دوی روغتون چې د زړه او داخله ناروغیو په برخه کې یې هېوادوالو ته پام وړ خدمات او اسانتیاوې برابرولې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

    د یادو ویناوالو د څرګندونو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته جمهور رئیس غني یو ځل بیا د وروستۍ تروریستي پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سالمې روغتیا او د هغوی کورنیو ته د صبر او زغم دعا وکړه.

    جمهور رئیس غني وویل، د افغانستان دښمنانو غوښتل د دغه تروریستي برید په ترسره کولو سره زموږ د هېوادوالو تر څنګ په افغانستان کې مېشت بهرني ډيپلوماتان ووژني او همدارنګه د کابل پروسې د کنفرانس د جوړېدو چې د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه وه، مخه ونیسي.

    جمهور رئیس وویل، د کابل وروستی تروریستي برید زموږ پر اقتصاد برید وو چې زموږ هېوادوالو ته یې د سر او مال زیانونه واړول. هغه زیاته کړه، حکومت به متضرره شویو متشبثینو او پانګوالو ته د اوښتو زیانونو د جبران لپاره د مرستې یا پور ورکولو لارې چارې ولټوي.

    د هېواد جمهور رئیس د یک خصوصي تلویزیون مسول ته وویل، چې د بیړني حل او د خپلو پروګرامونو لپاره د ملي راډیو تلویزیون له ودانۍ څخه استفاده کولی شي او همدارنګه یې د رویال خصوصي روغتون مسوول ته وویل، حکومت چمتو دی چې کابل کې د دولتي روغتون د ودانۍ یوه برخه تاسو ته د سملاسي خدماتو لپاره درکړي.

    جمهور رئیس وویل، خصوصي سکتور سره په مشورې به د پانګوالو او متشبثینو لپاره یوه ځانګړې ساحه جوړه شي او له هغوی یې وغوښتل چې په دې اړه خپل نظریات او مشورې له حکومت سره شریکې کړي. هغه زیاته کړه، د دغې ساحې د امنیت د تامین لپاره به ځانګړي امنیتي تدابیر ونیول شي.

    محمد اشرف غني وویل، زموږ ښاري نظام باید مدني شي او دا اونۍ به له بېلابېلو اقشارو سره د کابل د نظم، خوندیتوب او امنیت په اړه سلا مشورې وکړي. هغه زیاته کړه، د قانون د تطبیق په اړه ولسي اجماع موجوده ده او له هر یوه څخه غواړم چې له منبر، رسنیو او نورو لارو څخه په دې اړه خپل غږ اوچت کړي.

    جمهور رئیس په ټینګار وویل، کابل ښار چې د یو عظیم ملت استازیتوب کوي باید د مدیریت حدود یې په اساسي توګه واضح شي او کابل د لا خوندي ژوند او زیات باور وړ وګرځي. هغه زیاته کړه، د کابل ښار امنیتي پلان به ستاسو د اجماع او ملاتړ په برکت له کاغذ څخه په عمل بدل شي.

    جمهور رئیس غني وویل، د کابل ښار د امنیت پلان له چا سره د مقابلې نه، بلکې د کابل ښار د تصفیې او امنیت د تامین په موخه جوړ شوی، ځکه کابل چې امن وي، نو ټول هېواد هوسا کېږي.

    محمد اشرف غني وویل، د حکومت په هلو ځلو به له ازبکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې شته ټولې ستونزې حل او له هغوی سره به زموږ سوداګري له یو میلیارد ډالرو څخه هم واوړي. هغه زیاته کړه، د اورګاډي کرښې غځولو او د بندرونو په جوړولو سره به د افغانستان سوداګرۍ د ودې ترڅنګ افغان تاجرانو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

    جمهور رئیس وویل، حکومت له تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، ایران، چین او هند سره د سوداګریزو اړیکو او راکړې ورکړې په موخه له ډېرو هېوادونو سره هوکړې او دوه اړخیزه همکاریو ته رسېدلي یوو.

    جمهور رئیس د خصوصي سکتور استازو او متشبثینو څخه له دې امله مننه وکړه، چې د کار او روزګار برابرولو تر څنګ خلکو ته هیله مندي ورکوي او د هېواد په راتلونکي باور لري. هغه زیاته کړه د اقتصاد عالي شورا یوه غونډه به صنعتکارانو او یوه هم تاجرانو ته ځانګړي کړي، تر څو د دوی د ستونزو د حل په موخه شوې پرېکړې عملي شي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی