په ژوندی پڼه خپرونه
    Посевная и весенние полевые работы на полях АО Агрообъединение Кубань в Краснодарском крае.

    الکوزي شرکت ځمکه له لاسه ورکړه

    © Sputnik/ Vitaliy Timkiv
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 50311

    د ولسي جرګي ګډ پلاوی وایي، د دوی پلټنو دا ثابته کړه چې د الکوزي شرکت ورکړل سوي ځمکه غیرقانوني ده.

    ولسي جرګي نن د دولت له خوا د الکوزي شرکت د ورکړل سوي ځمکي تړون د رایو په اکثریت سره لغوه کړ.

    د ولسي جرګي د مخابراتو او مواصلاتو او چاپيریال ساتني او طبیعي منایع کمیسیونونو ګډ پلاوی وایي، د دوی پلټنو دا ثابته کړه چې د الکوزي شرکت ورکړل سوي ځمکه غیرقانوني ده.

    د چاپيریال ساتني او طبیعي منابعو د کمیسیون مرستیالې سائري شریف نن د ولسي جرګي غونډي ته ویلي، چې د یاد کمیسیون پلټنو هم دا معلومه کړي وه، چې د خمکي خرڅلاو هم بغیر د داوطلبۍ څخه تر سره سوی.

    د ولسي جرګي د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون رئس قیس حسن په خبره د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څيرمه ۱۴۳ جریبه دولتي ځمکه په ډيره ارزانه بیه دالکوزي شرکت ته ورکړل سوي او زیاته یې کړه، چې يادې ځمکي ته څیرمي نوري ځمکي په ډيره ګرانه بیه خرڅي سوي.

    د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي وایي، چې دا تړون مشروط دی، په دې معنی چې که الکوزي شرکت له تړون سره سم فعالیت ونه‌ کړي، تړون به له ‌‌منځه ځي.

    د مالیې وزارت په وینا د الکوزي شرکت هوکړه کړي، چې په دغه سیمه کې به د ۳۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره، شپږ تولیدي فابریکې جوړوې او زیات شمېر خلکو ته به د کار زمینې برابرې کړي.

    په ورته وخت کې د افغانستان د اراضۍ اداره وايي چې دوی دا قرارداد له قانوني لارو کړی، خو بیا هم د حکومت پرېکړو ته په تمه دي.

    دې ټولو اسنادو او معلوماتو ته په کتو سره د ولسي جرګي د مشر له خوا یاد تړون لپاره د رایي اچوني صندوق کښيښودل سو، چې د رایي اچوني په نیتجه کې یاد تړون لغوه اعلان سو.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی