په ژوندی پڼه خپرونه
    او هغه وخت داوود شوروي اتحاد ته د مرستې په خاطر مراجعه کوي

    افغان ولسمشر: روسیه د بندونو جوړولو کې ښه تجربه لری

    © Sputnik/ V.Kiselev
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1088 0 0

    جمهوررئیس غنی وویل چی بین‌المللي شرکتونو د فهرست او تشخیص په برخه کې ترکیه، اذربایجان، روسیه او نور هغه هېوادونه چې د بندونو جوړولو تجربه لري په پام کې ونیول شي.

    همدارنګه داخلي باظرفیته شرکتونه باید د استرالیا اوسنګاپور په څېر هېوادونو له تخصصي همکارۍ سره په نظر کې ونیول شي چې وروسته بیا هیڅ اندېښنه نه وي.

    د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډې د انرژۍ او اوبو وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت پروژې او د ښاروالۍ په یوې پروژې بحث وکړ.

    په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ملي تدارکاتو کمیسیون د انرژۍ او اوبو وزارت پر پیشنهادي پروژو د بحث په وخت کې د سمنګان ولایت کیلي اوبو بند او شادیان تنګي بند د ډیزاین او جوړولو پیشنهادي قراردادونه وارزول او رد یې کړل.

    کمیسیون همدارنګه پرېکړه وکړه، چې پیشنهادي شرکتونه دې د اسنادو د تذویر له امله په داوطلبیو کې له ګډون څخه د محرومیت تر څنګ د تعقیب په موخه عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.

    کمیسیون همدارنګه د بدیل لارې په اړه تصمیم ونیوه او ضمناً یې د زیربنایي پروژو فوق العاده کمېټه مکلفه کړه چې د معتبرو، واقعي او باظرفیته بین‌المللي او داخلي شرکتونو د تدارک په موخه بدیله طرحه د ټولو پروژو لپاره په شفافه او واضحه توګه ترتیب او د کمیسیون راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

    سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمیسیون د تفصیلي مطالعاتو راپور کې ۱۵ نور بندونه واورېدل او هغه یې د استرالیا هېواد د تخصصي مشورې اخیستلو په موخه د ملي تدارکاتو کمیسیون د پخوانۍ پرېکړې په اساس اعاده کړ.

    جمهوررئیس غني په دې غونډه کې ټینګار وکړ، ملي تدارکاتو کمیسیون نشي کولی د بندونو جوړولو لپاره د بې اساسه، بې ظرفیته او جعل کاره شرکتونو له لارې یو نیم میلیارد ډالره پانګونه ضایعه کړي، بلکې د کاري بیړي او چټکتیا ترڅنګ د ملي تدارکاتو کمېسیون د بند پروژو کیفیت او اقتصادي لاسته راوړنه هم په نظر کې نیسي.

    له بل لوي د کابل ښاروالۍ اړوند د سیخ ګول تدارک قرارداد، تره خېل حرارتي دستګاه لپاره د تېلو تدارک، د نغلو بند د قراردادونو مودې تمدید، د دایکنډي ولایت د ابي برق ډیزاین، اعمار ، نصب او منتاژ او د بغلان او کندز ولایتونو د توزیعي شبکې طرح، منتاژ، احداث او تدارک چې د افغانستان برېښنا شرکت مربوط کېږي، له هغو مواردو څخه وو چې کمیسیون تائید کړ.

    په دې غونډه کې د جمهوري ریاست عالي مقام دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، زیربنايي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو او د فساد پر ضد مبارزې د پارلماني کاکس څارونکي هم ګډون درلود.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی