په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان

    نړیوال بانګ: جګړو افغانستان له ستونزو او غربت سره مخ کړی

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    اقتصاد
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 23 0 0

    د نړیوال بانګ راپور زیاتوي، چې په افغاني ټولنه د شتمن او غریب، هلکانو او نجونو، نر او ښځي تر منیځ نا انډولي هم هغه ستونزي دي، چې له جګړو له کبله دوی ته ور پيښ سوي.

    د نړیوال بانګ په راپور کې راغلي، چې یاده ناامنی پر افغانانو ډيري منفي اغیزي کړي او ورڅخه ګړیږي.

    یاد بانګ د کابل تیري پيښي ته د بیلګي په شکل یادونه کړي، چې ۱۵۰ افغانان په کښي ووژل سول، د یاد بانګ په خبره نوري ډيري داسي پيښي سته، چې افغانان ورسره مخ دي.

    د نړیوال بانګ په خبره د جګړو زیاتوالی، کم اقتصادي پرمختګ افغانستان له ستونزو او غربت سره مخ کړی، چې په نتیجه کې یې په ټولنه کې ټولنیز یووالی له مینځ وړلی.

    په یاد راپور کې سوريي، جنوبي سوډآن، عراق او افغانستان هغه هیوادونه دې چې په ناامنیو کې په مسلسل ډول اول، دوهم دریم او څلورم ځای لري.

    د راپور د معلوماتو له مخي په یادو هیوادونو زیاتره اوسیدونکي بي ځایه سوي دي، چې په سختو مشکلاتو سره ژوند کوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی