په ژوندی پڼه خپرونه
    کیهان

    کیهان اوس هم د بین المللي همکارۍ ساحه ده!

    © Photo/ NASA's Marshall Space Flight Center
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1711

    بین المللي کیهاني سټېشن ته د روسیې او امریکا د کیهانوردانو میخاییل کورنيېنکا او سکوټ کېلي د کالنۍ الوتنې د چمتو کولو لپاره کارونه په ډېره بېړه روان وو.

    د دوی د وړونکې کیهاني بېړۍ توغېدو ته لږې ورځې پاتې وې. په همغو ورځو کې د ایتار- تاس اژانس په ودانۍ کې د کیهاني ازموینو پر پروګرام د رڼا اچولو په موخه مطبوعاتي کنفرانس جوړ شوی و. او دغه کنفرانس ته د « سپوتنیک » راډیو خبریاله انه ارلووه هم ورغلې وه. اوس د هغې راپورتاژ تاسې ته هم وړاندې کوو. د کیهاني الوتنو لپاره د کیهانوردانو په غوره کولو کې د کیهانوردانو روغتیا، اروایي کلکتیا، د مسلکي پوهې لوړتیا او د کیهانوردانو د روزنې نورو ډېرو آرونو ته زیاته او خاصه پاملرنه کیږي. د کیهانوردانو په غوراوي کې دغه آرونه په ۱۹۶۱ کال کې هم، چې یوري ګاګارین لومړی ځل کیهان ته تللو، ډېر جدي وو، او نن ورځ هم زیاته پاملرنه ورته کیږي. میخاییل کورنيېنکا او سکوټ کېلي به په کیهان کې تقریبا یو کال تېر کړي. او په دغه موده کې به د کیهاني ازمایښتونو پراخ پروګرام عملي کړي.

    د روسیې د « انرګییا » د توغندیزې کیهاني کمپنۍ د سرپنځګر لومړي مرستیال، کیهانورد پېلوټ، د شوروي اتحاد دوه ځلیز اتل، د بین المللي کیاني سټېشن د روسیې څانګې مشر ولادیمیر سالاویوف د کیهاني کنفرانس پر مهال، په مدار کې د کیهانوردانو پر کار د رڼا اچولو په ترڅ کې داسې وویل:

    موږ د کیهانوردانو د کالنۍ الوتنې پیل د سږ کال د مارچ پر ۲۷ ټاکلی. او غواړو چې دغه الوتنه د ۲۰۱۶ کال د مارچ پر دریمه پایته ورسوو. نو ځکه دغه الوتنه په بشپړ ډول کالنۍ الوتنه نشو ګڼلای. د یو کلن کېدو لپاره یې ۲۵ ورځې کمی کوي. او دغه ۲۵ ورځنی لنډون مو په دغه کیهاني پروګرام کې ځکه راوستلی، چې د ۲۰۱۶ کال د مارچ تر ۳ —مې وروسته، د کیهاني بېړۍ د راښکته کېدا په ساحه کې شپه راځي، چې تقریبا پنځوس ورځې دوام کوي. او په دغه موده کې موږ د کیهاني بېړیو د راښکته کولو پلان نه لرو.

    د دغې کالنۍ الوتنې په بهیر کې به د « سیوز » څلور پیلوټوالې کیهاني بېړۍ او همدومره شمېر « پروګرس » نومې باروړونکې کیهاني بېړۍ هم بین المللي کیهاني سټېشن ته لاړې شي.

    نن د روسیې د « سیوز » کیهاني بېړۍ په سوکالۍ او تخنیکي سمبالښت کې، تر چینایي او یا اروپایي کیهاني بېړیو، چې ښې نه وي، خرابې خو بیخي نه دي. خو په ډاډمنتوب کې د روسیې د « سیوز » د کیهاني بېړیو درجه ترې ډېره لوړه ده.

    د مارچ پر ۲۷ —مه له میخاییل کورنيېنکا او سکوټ کېلي سره یو ځای د روسیې یو بل کیهانورد ګینادي پادالکا هم کیهان ته لاړ. خو دۍ به په کیهان کې نیم کال تېر کړي. ګینادي پادالکا او میخاییل کورنيېنکا به د سږ کال په جولای کې لوڅ کیهان ته هم ووزي. دوی به د خپل همدغه وتون پر مهال یو شمېر علمي ازمایښتونه هم سرته ورسوي. دوی به د دغو ازمايښتونو په لړ کې له باندې لوري نه د کیهاني سټېشن د کړکیو د ښېښو د پاکولو ډېر هېښوونکی ازمایښت هم سرته ورسوي. ولادیمیر سالاویوف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاته کړه:

    د روسیې کارپوهانو یوه داسې ځانګړې وزله جوړه کړې، چې د بې وزنۍ په شرایطو کې د کیهاني بېړیو د باندني مخ د پاکولو شونتیا ورکوي. کېدای شي، چې د راتلونکې زمانې د اوږدو کیهاني الوتنو پرمهال د دغه ډول کارونو کولو ته اړتیا پیدا شي.

    روان کال به، د بین المللي کیهاني سټېشن د روسي کیهانوردانو لپاره وزګار او زړه تنګوونکی کال نه وي. له کیهاني فضا څخه به د ځمکې د غونډاري د څېړلو ازمایښتونه سرته ورسول شي. د کیهاني هوا د څېړلو او د ستورو د فیزیک په ساحه کې به هم ازمایښتونه وشي. اوس په کیهاني څېړنو کې نوی لوری هم راپیدا شوی دی. او د همدغه نوي لوري په اډانه کې به د روسیې — امریکا د ګډو طبي ازمایښتونو پروګرام عملي شي. دغه پروګرام د « روس کوسموس » او د امریکا د « ناسا » اژانس پوهانو په ګډه جوړ کړی دی. د روسیې او امریکا کیهانوردان به ټول ۶۳ طبي ازماښتونه وکړي. د کیهانوردانو د وینو د فشار څرنګوالی به څارل کیږي او د سترګو لید به یې څېړل کیږي. د روسیې د پوهنو اکاډیمۍ د طبي — بیولوژیکي پرابلمونو د انستیتوت د رییس علمي مرستیال والېري بوګامولوف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې داسې وایي:

    د لرې پراته کیهان ودانول — دا د سپوږمۍ، د استریودونو او سیارو ابادول دي. د روسيې کیهانوردي او کیهاني طب له ډېرې پخوا راهیسې د همدغه پرابلم پر حل کولو کار کوي. د دې لپاره، چې په نورو سیارو کې هم، چې د جاذبې قوه یې د ځمکې له جاذبې قوې سره توپیر لري، انسان کار وکړای شي، نه یوازې د ځانګړو وزلو جوړولو ته، بلکې دېته هم اړتیا ده، چې د انسان د بدن د ټولو غړو د کار د وس د ټولو پولو په تړاو بشپړه پوهه پیدا کړو.

    د روسیې او امریکا د کیهانوردانو کالنۍ الوتنه به په دغه لاره کې لومړنی ډېر مهم او جدي ازمایښت وي. او کیهاني طب به هم د ماغزو د جوړښت او کار په تړاو ډېر نوي څه زده کړي.

    میخاییل کورنیېنکا او سکوټ کېلي به تر الوتنې دمخه او وروسته، د ځانګړو پروګرامونو له مخې د مقناطیسي ښوریدنیز تخنیک په کارولو سره تر بشپړو طبي کتنو لاندې ونېول شي.

    د میخاییل کورنیېنکا او سکوټ کېلي کالنۍ الوتنه په کیهان کې د بین المللي همکارۍ ډېره مهمه بېلګه ده. له دغه پروګرام سره به د هغه په بېلابېلو پړاوونو کې د جاپان د کیهاني څېړنو د اژانس، د اروپایي کیهاني اژانس او همدارنګه د کاناډا د کیهاني څېړنو د اژانس استازي هم یوځای شي. د « روس کوسموس » رسمي استازي ایګر بورینکوف د بین المللي کیهاني همکارۍ پر ارزښت د رڼا اچولو په ترڅ کې داسې وویل:

    د لرې کیهان پر ودانولو د غږېدا په ترڅ کې د یادولو وړ ده، چې د دومره سترې کچې د مسألو حل د یوه هېواد له وسه وتلی کار دی. او د روسیې له ګډون پرته، لرې کیهان ته د پیلوټي الوتنو کول ناشوني دي. ځکه چې د روسیې د کیهانوردۍ تجربه او په کیهان کې د ژوند د بسیه کولو د تخنیکي وزلو په جوړولو کې د روسیې بریاوې په نړۍ کې ساری نه لري. څه موده وړاندې اعلان وشو، چې روسیه د بین المللي کیهاني سټېشن د کار موده تر ۲۰۲۴ کال پورې اوږدوي، نو موږ ته د ګډو پروژو د عملي کولو په تړاو زیات شمېر وړاندیزونه راورسېدل.

    د هغو اقتصادي بندیزونو په شرایطو کې، چې لویدیځ د روسیې پرضد لګولي دي، کیهان د بین المللي همکارۍ د یوازېنۍ ساحې په توګه پاتې شوی. او دا د پاملرنې وړ ټکی هم دی، ځکه چې له کیهان څخه د ځمکې غونډاری زموږ د ټولو یوازېنی ګډ کور ښکاري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی