په ژوندی پڼه خپرونه
    په ستره هېواد ساتونکې جګړه کې ټول شوروي اتحاد د مسکو ساتنې ته ولاړ و

    په ستره هېواد ساتونکې جګړه کې ټول شوروي اتحاد د مسکو ساتنې ته ولاړ و

    © Sputnik/ Борис Вдовенко
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3211

    مسکو د اتلو ښارونو په نوملړ کې خاص او ځانګړی ځای لري. ځکه چې مسکو د ستر شوروي اتحاد نه یوازې پلازمېنه، بلکې کلتوري، علمي او سیاسي مرکز هم و. نو ځکه مسکو پر شوروي اتحاد باندې د هټلر د برید اساسي موخه و.

    د مسکو جنګ په ستره هېواد ساتونکې جګړه کې تر ټولو پرېکړونی جنګ و. ډېر څه د همدغه جنګ په برخلیک پورې تړلي وو. ادولف هټلر، چې ځان یې په زړه کې په پټه د پاریس « نېوونکی » ګاڼه، ډېر غوښتل، چې د مسکو نېوونکی هم شي. د همغه مسکو، چې یو وخت ناپلیون هم، د هغه نېولو ته ملا تړلې وه. د مسکو نېولو جنګ د ۱۹۴۱ کال د سیپټمبر پر ۳۰ پیل او د ۱۹۴۲ کال د اپرېل تر ۲۰-مې پورې یې دوام درلود. د مسکو موزیم علمي کارکوونکی سېرګې کایداشېف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې داسې وایي:

    دغه جنګ نه یوازې یو مهم جنګ و. په خپله مارشال ژوکوف دغه جنګ په ټوله دویمه نړیواله جګړه کې یو ډېر مهم او ستر جنګ بللی دی. خو ژوکوف دغه جنګ د ګډ بري سریزه ګڼله.

    د مسکو جنګ دا ټاکله، چې دغه جګړه به په څه پای ته ورسیږي. د مسکو د دفاع موزیم د علمي څانګې مشر کیریل دریانوف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    همدغه د مسکو جنګ، د شوروي اتحاد برخلیک ټاکه. دغه خبره ځکه سمه ده، چې المانیانو پر دې حساب کاوه، چې کله دوی مسکو ونیسي، نو شوروي اتحاد به د مقاومت اساسي سمبول له لاسه ورکړي. لکه چې څرګنده ده، هغه وخت چې هټلر پر شوروي اتحاد برید کاوه، د برید درې اساسي لوري وو: د لېنینګراد لوری، د کیف لوری او د مسکو لوری. که چېرې د تاریخ پاڼې راواړوو، نو ترې ښکاري، چې دا درې واړه ښارونه زموږ د ولس سمبولونه دي. نو ځکه المانیانو خپل ټول پلانونه د مسکو له لوېدو سره تړلي وو. مسکو ته ورڅېرمه د المانیانو ماتې، د جګړې بهیر بدل کړ. اوس سړی نه شي ویلای، چې که المانیانو ښار نېولای وای، څه به پېښ شوي وای.

    په لومړي سر کې هټلر غوښتل، چې په هوایي بمباریو مسکو ړنګ کړي. بمونو کولای شول، چې ښار وسوځي —غه مهال په مسکو کې لرګینې ودانۍ ډېرې وې. خو په ښار کې په زرګونو اور وژونکي ټولي جوړ شوي وو، هغوی دېته چمتو وو، چې له عمومي اورلګېدا نه ښار وژغوري. په اوبو کې د ښار بشپړ ډوبول هم د فیورر په پلانونو کې وو.خو د هټلر ملګرو ده ته د دغه پلان د عملي کېدا نا شونتیا او خیالي توب سملاسي ور په ګوته کړ. د نوي پلان له مخې المانیانو غوښتل، چې مسکو په کنډوالو بدل کړي، پوځیانو ته د تسلیمۍ او ښاریانو ته د ځان ژغورنې وخت ورنه کړي. خو شوروي اردو وکړای شول، چې د ډېرې سترې دفاعي کړنلارې په مرسته ښار وژغوري. د ۱۹۴۱ کال د نومبر پر ۷ په سره ډګر کې پوځي پرېټ جوړ شو، چې د شوروي ولس او د هغه د اردو د نه ماتېدو او مېړانې سمبول شو. دغه پرېټ ډېر ستر ارزښت درلود، ځکه چې هغه مهال هټلر د مسکو د نېولو خبرې ډېرې کولې، خو دغه پرېټ د فیورر د دغو خبرو درواغ نړۍ ته وښودل. په نتېجه کې مسکو ته ورڅېرمه د المانیانو ټول زور واېستل شو، او وروسته سره اردو ځوابیه برید پیل کړ. مسکویانو پر بري باور درلود. کیریل دریانوف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    وګړي په دې باوري وو، چې مسکو ساتي. د خلکو ډېر کلک یوالی لیدل کېده. هغه مهال ټول پر دې ښه پوهېدل، چې که چېرې مسکو پرېږدي، هغه تسلیم کړي، نو د جګړې پایله به د شوروي اتحاد په ګټه نه وي. د یادولو وړ ده، چې نه یوازې مسکویانو، بلکې ټول هېواد، ټول شوروي اتحاد د مسکو ساتنې او دفاع ته ولاړ و. د مسکو د دفاع په پړاو کې په ښار کې څه پېښې وې؟ د ۱۹۴۱ کال له سیپټمبره د ښار د ساتنې او دفاع چارې پیل شوې. د ښار په کوڅو او واټونو کې د کوڅه یي جنګونو لپاره د شګو له بوجیو جوړ شوي مورچلونه راپیدا شول، ټانک ضد مشهور خنډونه راښکاره شول، د ډزو لپاره د سرپټو ځایونو جوړول پیل شول. داسې وګړي هم وو، چې ډار اخیستي وو، ځینې یې له ښاره تښتېدل. خو ډېرو یې، د ساري په توګه کارګرانو، په فابریکو کې کار کولو ته دوام ورکاوه. د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر له ۲۰-مې په مسکو کې فوق العاده مقررات ولګول شول، ګرځبند اعلان شو، او په کوڅو کې د ګزمو ګرځېدل پیل شول. دغه کار په وضعه کې ثبات راووست. په دې معنا، چې هغه یو مخیزه ګډوډي، ډار او تېښته نه وه، چې ځينې یې اوس د شتون دعوا لري. د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر پر ۱۶ د ډار او تېښتې نښې نښانې راپیدا شوې، خو د ورځې تر پایه له منځه یووړل شوې.

    په پای کې د یادولو وړ ده، چې د مسکو د جنګ پر مهال ښار نه یوازې کارونه کول، بلکې کلتوري ژوند یې هم نه وو هېر کړی. د پلازمېنې په سړو تیاترونو کې د نندارو ښودلو دوام درلود، او په نیم رڼا چاپخونو کې ورځپاڼې چاپېدې.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی