په ژوندی پڼه خپرونه
    یمن

    عربي هېودونه ګډ وسله وال ځواک جوړوي. ایران به څه ځواب ورکړي؟

    © AP Photo/ Wael Qubady
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2711

    د دې احتمال شته، چې په یمن کې کورنۍ جګړه، د دوو سیمه ییزو سیالانو – د سعودي عربستان او ایران ترمنځ په مستقیمه شخړه واوړي.

    ځکه، هغه څوک چې په یمن کې لاسربری شي، هغه کولای شي چې له باب المندیب تنګي نه د تېل وړنې د تېرې شوې یوې ډېرې مهمې تګلارې څارنه او کنټرول په لاس کې ولري.

    خو، لکه چې د Washington Post ورځپاڼه لیکي، ایران، چې اوسمهال د خپل اټومي پروګرام په تړاو د بین المللي منځګړو له « شپږګونې » سره پر خبرواترو بوخت دی، فکر نه کیږي، چې د سعودي عربستان او د هغه د متحدینو له خوا د یمن د بمباري کولو په غبرګون کې د پوځي څرنګوالي ځواب ورکړي. سره له همدې ټولو د هغو هېوادونو مشرانو، چې په شرم الشیخ کې د عربي دولتونو د ټولنې په غونډه کې سره راټول شوي، د ګډو سیمه ییزو وسله والو ځواکونو د جوړولو پرېکړه وکړه. د عربي هېوادونو د ټولنې عمومي منشي نبیل العربي اعلان وکړ، چې دغه کار د سیمې د هېوادونو د امنیت په وړاندې له راپیدا شوو ګواښونو سره تړاو لري.

    متحد او ګډ ځواکونه به د خپلې خوښې پر بنسټ جوړیږي، او د یوه هېواد له خوا به هم نه کنټرولیږي. د مصر د عربي جمهوریت د استازیو له خولې، د ګډ پوځي ځواک په رغښت کې به تقریبا ۴۰ زره تنه پوځیان ومنل شي، چې هوایي او سمندري ملاتړ به لري.

    د دغه پلان، چې د عربي هېوادونو ټولنې یې جوړېدا اعلان کړه، د عملي کېدا احتمال څومره دی؟

    د امریکا د CNN ټلویزیوني چینل خو په خپل بیړني خبر کې وایي، چې د یمن پولو ته ورڅیرمه، د سعودي عربستان له عسکرو ډک موټرونه لیدل شوي دي. د همدې په څنګ کې د سعودي عربستان او د سوني مذهبه هیوادونو د ټلوالې د یو شمیر نورو غړو جنګي الوتکو د صنعا ښار او همدارنګه په عدن بندري ښار کې د پوځي مرکزونو بمبارولو ته دوام ورکړ. څو ورځې پخوا، د یمن ولسمشر عبد ربو منصور هادي هم له همدغه بندري ښاره بهر ته وتښتید. د یادولو وړ ده چې په یاده شوې ټلواله کې د عربي اماراتو اتحادیه، کووېټ، قطر، اردن، مصر، سودان غړیتوب لري.

    د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د مسکو د بین المللي اړیکو د دولتي انستیتوت د تمدني انډیوالۍ د مرکز مشر وېنیامین پا پوف، چې په یمن کې یې د روسیې فدراسیون د سفیر په توګه کار کړی دی، د روسیې د « نې زاویسیمایه ګزیته » له ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د شخړې تودښت د امریکایانو په ګټه دی. اوس امریکا یان د منځني ختیځ تیلو ته اړتیا نه لري، په داسې حال کې، چې اروپایي اتحاد او چین اوس هم په همدغو تیلو پورې ډېر تړلي دي. جګړه امریکا متحدو ایالتونو ته د دې شونتیا ورکوي، چې هغوی مهار کړي.

    وېنیامین پاپوف زیاته کړه: امریکا ته دا په ګټه ده، چې په سیمه کې روانې پیښې د سونیانو او شعیه ګانو تر منځ مذهبي شخړه وښیي. خو په واقعیت کې یمنیانو پخوا د سونیانو او شعیه ګانو ترمنځ توپیر نه احساساوه. تر ۱۹۶۲ کال پورې په یمن کې د زیدیانو، چې د شعیه ګانو يوه څانګه ده، پاچاهي چلیده. وروسته واکمني د سونیانو شوه. خو سره له همدې ټولو، د یمن پخوانی ولسمشر صالح، چې سوني مذهبه دی، او تر شا یې د پوځ په سلو کې ۷۰ برخې ولاړې دي، له حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

    اروپایان را روان ګواښ په ښاییدونکې توګه نه ارزوي. ځکه، که چیرې د شخړې د برخه والو ترمنځ خبرې اترې نه وي، نو له دغه کاره به یوازې « القاعده » او « اسلامي دولت » ګټه کوي. « اسلامي دولت » د سرطاني پړسوب په څير خپلې ریښې همدا اوس تر افغانستان او منځنۍ اسیا پورې غزولي دي.

    د روسیې دیپلوماسۍ هڅه کوي چې په یمن کې یاغیان او حکومت خپلمنځو خبرواترو ته وهڅوي. د منځني ختیځ او د افریقایي هیوادونو لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخاییل بوګدانوف شرم الشیخ ته تللی و. ده هلته د یمن د بهرنیو چارو له وزیر ریاض یاسین سره وکتل. د کتنې برخه والو له دې ملاتړ وکړ، چې د روسیې — یمن سلامشورې دوام وکړي او په هیواد کې حالات روغ شي.

    خو د روسیې دغه نوښت د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر شهزاده سعود الفیصل خوښ نه شو. د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پیغام په شرم الشیخ کې د ټولو عربو په سرمشریزه غونډه کې ولوستل شو. په دغه پیغام کې د دې غوښتنه شوې وه، چې مسألې باید په سوله ییزو لارو چارو حل شي. خو په غبرګون کې یې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پر مسکو د دوه مخۍ تور ولګاوه، او ویې ویل چې همدا مسکو دی، چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد په ملاتړ کولو په سیمه کې بې ثباتي ژوروي.   

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی