په ژوندی پڼه خپرونه
    یمن

    الریاض جګړه غواړي

    © AP Photo/ Hassan Ammar
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7411

    هغو یمني جنګیالیو، چې د عدن د بندر او د پوځي سمندري اډې د کنټرول پر سر د « انصار الله » د سازمان له حوثیانو سره په جګړه کې دي، خبر ورکړ، چې دوه تنه داسې ایراني افسران یې نېولي، چې د یاغیانو د سلاکارانو په توګه یې کار کاوه.

    خو تهران وایي، چې له حوثي یاغیانو سره پوځي مرستې نه کوي.
    خو سره له همدې ټولو د « انصار الله » ډلې، چې غړي یې د شعیه مذهب د یوې څانګې پیروان دي، ان لا په تېر کال کې د یمن پلازمېنه صنعا ښار ونېو، او وروسته یې د هېواد د جنوب په لوري، د عدن او نورو بندرونو په لوري وړاندېتګ پيل کړ. د دغو بندرونو اهمیت په دې کې دی، چې له فارس خلیج نه د تېلو د وړنې لارې یې له څنګه تېریږي.

    د حوثیانو د دغو هلوځلو په غبرګون کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو ټلوالې د یمن بمباري کول پیل کړل. د دغو بمباریو د پیل کېدو له وخته تر اوسه ۱۲۰۰ هوایي بریدونه شوي دي. د یمن روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې په دغو بمباریو کې ۳۸۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي. د ملګروملتونو ټولنه وایي، چې یمن د جګړې تر پیل کېدا لا دمخه، خوړنتوکو او نورو بشري مرستو ته اړتیا لرله.
    د یمن د تښتېدلي ولسمشر منصور هادي په پلو جنګېدونکې ملیشې وایي، چې د نېول شوو ایراني افسرانو عسکري رتبې — د یوه ډګرمن او د بل جګتورن ده. دوی د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د پوځ په مهم کنډک پورې تړاو لري. د رویټر اژانس د خبرونو له مخې، نېول شوي افسران په ډېر خوندي ځای کې پټ ساتل کیږي. او د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې عربي ټلوالې ته به وسپارل شي.

    که چېرې د نېول شوو ایراني افسرانو په تړاو اطلاعات ریښوني شي، نو دا به د تهران او الریاض ترمنځ اړیکي نور هم کړکین کړي. د International Crisis Group سر شناند اېپري لونګلي اېلي وایي، چې په یمن کې پیښو ته د ایران او سعودي عربستان تر منځ د « وکالتي جګړې » نوم هم ورکړ شوی دی. دئ په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي: حوثیان له ایران سره اړیکي لري او د ایران له پلوه یوڅه مرسته هم ورسره کیږي. خو دا نه ده روښانه، چې له مالي او پوځي اړخه دا څومره ستره ده. ډېره مهمه خبره دا ده، چې سعودي عربستان او د خلیج هیوادونه حوثیانو ته د سعودیانو او ایران د هرم له منځه ګوري. دوی داسې ګڼي، چې حوثیان — دا ایرانی ګواښ دی، او دا هغه څه دي، چې په یمن کې شخړې ته پراختیا او تودښت ورکوي.
    له راپیدا شوې وضعې د وتون لاره کومه ده؟ دلته اساسي خبره دا ده، چې سعودي عربستان د کومې سیاسي موخې د لاسته راوړلو په هڅه کې دی؟ اوس مهال خو دا نه ښکاري، چې له دوی سره، له اوسنۍ وضعې د وتون کومه عملي کیدونکې لاره شته. نو ځکه اېلي داسې ګڼي، چې کیدای شي، دا د یوې داسې ډېرې اوږدې او خونړۍ شخړې پیل وي، چې سیمه ییز لوبغاړي به راښکیل کړي او د خلکو کړاوونه به لا زیات کړي. د یمن د داخلي پرابلم پوځي حل نشته. اېلي داسې ګڼي، چې په یمن کې، چې ژورو تضادونو او مخالفتونو ټوټې ټوټې کړی، داسې ځواکمنه ډله نشته، چې بشپړ بری وګټي او خپله مشري پر نورو ډلو ومني.د پيښو په دغه ډول بهیر کې هم، د امریکا متحد ایاتونه د الریاض بې شرطه ملاتړ کوي. او د عربستان پوځ هم په ټوله کې په امریکایي وسلو سمبال دی. سربیره پر همدې واشنګټن له الریاض سره د استخباراتي اطلاعاتو په شریکولو او د لوژیستیکي خدمتونو په سرته رسولو هم مرستې کوي.

    خو د خلیج د چارو د انستیتوت رییس علي الاحمد، چې د سیمې په تړاو اطلاعات او تحلیلي معلومات لري، وایي چې سعودي عربستان د یمن د حوثیانو پرضد د هوایي بریدونو د پیلولو لپاره ډېره هیښوونکې پلمه وړاندې کړې ده. په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر اعلان وکړ، چې د دوی موخه په یمن کې د قانوني حکومت بیا واکمنول او د یمن د اساسي قانون او د ټاکنو ساتل او دفاع ده. دغه خبره ځکه هېښوونکې ده، چې د مطلقه شاهي نظام د هیواد استازی یې کوی. د الاحمد په عقیده، په واقعیت کې د سعودیانو د کړنو ریښتونی علت د یمن له قانوني حکومت څخه له دفاع سره هیڅ تړاو نه لري.

    د الریاض موخه ډېره ساده ده: دغه موخه په سیمه کې د داسې حکومت د راپیدا کیدو مخنیوی دی، چې ولسي ملاتړ ولري او خپل برخلیک په خپله وټاکي. د ایران د اغیز د مخنیوۍ خبرې — دا ټولې یوازې پلمې او د دې هڅې دي، چې په سیمه کې مذهبي — قومي دښمني توده کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی