په ژوندی پڼه خپرونه
    د شانګهای همکارۍ ټولنه

    د شانګهای همکارۍ ټولنه له افغانستان سره مرسته څنګه کولای شي؟

    © Sputnik/ Mikhail Klimentiev
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3911

    د روسیې فدراسیون ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای د همکارۍ ټولنې د دایمي غړو هېوادونو د امنیت شوراوو له مشرانو او همدارنګه د شانګهای د همکارۍ ټولنې د کتونکو غړو هېوادونو: افغانستان، هند، ایران، منګولیا، پاکستان او بېله روسیې د امنیت شوراوو له مشرانو سره وکتل.

    د منځته راغلي دود له مخې د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د رییس هېواد مشر، د امنیت شوراوو منشیان د دوی د غونډې په درشل کې، چې نن د روسیې په پلازمېنه کې وشوه، د کتنې لپاره مني. له ولادیمیر پوتین سره په دغه کتنه کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د کتونکو غړو هېوادونو د امنیت شوراوو منشیانو هم، لومړی ځل، ګډون کړی وو، چې د امنیت په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار حنیف اتمر هم پکې و.
    د افغانستان یو سیاسي مبصر عبدالحمید صفوت داسې ګڼي، چې نن ورځ ټول پر دې پوهیږي، چې په افغانستان کې امنیت، د سیمې په هېوادونو کې د امنیت په معنا دی. او د شانګهای د همکارۍ ټولنې هېوادونه کولای شي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې کیلي ییز رول ولوبوي. ده زموږ له خبریالې زحل سرحد سره په خپله مرکه کې په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې داسې وویل:

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغه کتنه کې په خپله وینا کې وویل: د شانګهای د همکارۍ ټولنه ورو په ورو په یوه ډېره معتبره بین المللي ټولنه بدلیږي. او په نړیوالو چارو کې یې وزن درندیږي. د روسیې ولسمشر په ټینګار زیاته کړه: د شانګهای د همکارۍ ټولنه کولای شي، چې د نړۍ په ډېره پراخه سیمه کې په وضعه کې ثبات راولي. د یادولو وړ ده، چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړو هېوادونو د مشرانو نوبتي جرګه به پر ۲۰۱۵ زیږدیز کال د روسیې په اوفا ښار کې جوړه شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی