په ژوندی پڼه خپرونه
    داعش

    « اسلامي دولت » په مځنۍ اسیا کې خپلې پښې کلکوي

    © Flickr/ Global Panorama
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6121

    د افغانستان چارواکو د هېواد په شمال کې د طالبانو د غورځنګ د یوه وسله وال ګروپ د له منځه وړلو جنګي عملیات پایته ورسول.

    د افغانستان د امنیتي اورګانونو د اطلاعاتو له مخې په دغو عملیاتو کې د وژل شوو جګړه مارانو په منځ کې د تاجکستان د ۸ اتباعو په ګډون نور ډېر شمېر اجیران هم شته. دا لومړی ځل نه دی، چې د تاجکستان اتباع له هېواد نه دباندې په پوځي شخړو کې وژل کیږي. په دوشنبې کې زموږ ځانګړی خبریال ګالیم فسخوتدینوف په همدې تړاو په خپل چمتو کړي راپورتاژ کې داسې لیکي:

    د افغانستان د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې په جګړه کې د تاجکستانیانو د وژل کېدو په تړاو د تاجکستان د حکومت رسمي غبرګون لا تراوسه نه دی څرګند. او دا هم نه ده روښانه، چې دغه تاجکستانیان له طالبانو سره څنګه یوځای شوي وو او د پنج سرحدي سیند په افغاني غاړه کې یې څه کول. کېدای شي، چې د افغانستان او تاجکستان د استخباراتو نوي اطلاعات، دغو پوښتنو ته ځواب ووایي. خو د پېښو په دغه ډول بهیر کې، په دوشنبې کې کارپوهان دغه ټکي ته هم پاملرنه راګرځوي، چې دغه پېښه، د تاجکستان له خاورې نه دباندې په پوځي شخړو کې د تاجکستان د وګړو د وژل کېدو لومړنۍ او یوازېنۍ پېښه نه ده. د تاجکستان د ولسمشر د ستراتیژیکي څېړنو د مرکز مرستیال رییس سیف الله صفاروف په دې باور دی، چې په منځنۍ اسیا کې داسې پراخه شبکه فعالیت کوي، چې کار یې د افغانستان په ګډون، د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د جنګېدونکي بین المللي تروریزم لیکو ته د جنګیالیو راټولول دي. سیف الله صفاروف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    حتما داسې څوک شته، چې کار کوي، زموږ ځوانان استخداموي او وروسته یې د جګړې ته لیږي. خو زموږ ځوانان باید پر دې هم پوه شي، چې له جګړې نه یې هېواد ته د بیا راستنېدو لاره نشته. دوی د تروریزم د جنګیالیو په لیکو کې په درېدو په واقعیت کې یو طرفه ټکټ اخلي.

    کارپوهان دا نه ردوي، چې په افغانستان کې وژل شوي تاجکستانیان، کېدا شي، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، چې د ترکستان د اسلامي غورځنګ په نامه هم یادیږي او په افغانستان کې د طالبانو په پلو جنګیږي، غړي وي. د دغه غورځنګ په لیکو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ډېر وګړي غړیتوب لري او جنګیږي. په دې وروستیو وختونو کې، له افغانستان څخه په دې تړاو د خبرونو رارسېدل هم زیات شوي، چې د دغه هېواد په خاوره کې د « اسلامي دولت » استازي هم راپیدا شوي. او د دې احتمال هم شته، چې د « اسلامي دولت » دغه استازي د دې هڅه کوي، چې هغه بېلابېلې سختدریځه اسلامپالې ډلې ټپلې په خپلو لیکو کې ودروي، چې په افغانستان کې فعالیت کوي. په دغه ځای کې، موخې کېدای شي، ډېرې او مختلفې وي. د تاشکند یو پوځي کارپوه، د « انتي تېرور ټکی کام » د اطلاعاتي سایټ مدیر ویکتور میخایلوف له « سپوتنیک » راډیو سره په خپله مرکه کې په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې وویل:

    زما په فکر دغه خبرونه د زیاتې اندېښنې وړ دي، چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش استازي او پلویان راپیدا شوي دي. او کېدای شي، چې خپل فعالیت ته نوره پراختیا هم ورکړي. دا ډېر جدي پرابلم دی او حل یې زیاته او خاصه پاملرنه غواړي. څو میاشتې پخوا په افغانستان کې د « خراسان اسلامي دولت » په نامه د نوې تروریستي ډلې جوړېدل اعلان شول. دغه ډله د پوځي کنډک له ټولو قواعدو او آرونو سره سم جوړه شوې ده. خپله پوځي قومانداني لري. خپل مشران لري. خپله شورا لري، چې ۱۲ ستر قوماندانان یې غړي دي. سربېره پر همدې د کشف، کشف ضد او د مطبوعاتو خپلې څانګې لري. او د همدغې نوې ډلې، چې د « ترکستان د اسلامي غورځنګ » جنګیالي هم ورسره یوځای شوي، هلې ځلې زیاتې اندېښنې راپیدا کوي. او دا په دې معنا، چې په افغانستان کې روانې پېښې ټول له ګواښونو سره مخامخوي.

    د کارپوهانو په نظر، دا هم شونې ده، چې هغه سختدریځه ډلې ټپلې بېلابېلې دندې ولري، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له وګړو جوړې شوي دي. کېدای شي، چې دغه ځواکونه د هغو جنګیالیو د روزنې لپاره د بنسټ رول ولوبوي، چې وروسته په منځني ختیځ کې د پوځي شخړو سیمې ته لیږل کیږي. خو د دې احتمال هم شته، چې په دغو ځواکونو به له افغانستان سره د ګاونډیو هېوادونو — تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د پولو د ساتنې کلکتیا معلوموي.

    د افغانستان او منځنۍ اسیا د څېړنو د مرکز مدیر، د دوشنبې یو کارپوه قاسم شاه اسکندروف د خپل همدغه باور د څرګندولو په ترڅ کې زیاتوي:

    په دې وروستیو وختونو کې په دې تړاو خبرونه زیات شوي، چې د طالبانو او د نورو سختدریځه اسلامپالو ډلو ټپلو غړي د داعش په لیکو کې دریږي. په دې تړاو هم خبرونه خپاره شوي، چې د افغانستان — ترکمنستان د پولې په اوږدو کې د داعش جنګیالي راټول شوي او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یوه برخه د داعش په پلو اوښتې ده. بې له کومه شکه، دا ټول اندېښنه راپیدا کوونکي خبرونه دي. د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د پولو په اوږدو کې د داعش فعالیت، د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځوانانو کې د افراطیت د مفکورو د خپرېدو له اړخه بې اغېزه نه دی. د یادولو وړ ده، چې افغانستان ته هم د همدغو ځوانانو ورتګ او له داعش سره یوځای کېدل زیات شوي دي. دوی نور دېته اړتیا نه لري، چې لرې پرتې سوریې او یا عراق ته لاړ شي او وجنګیږي.

    په تاجکستان کې د کال له پیل نه تر اوسه پورې تر ۲۰ زیات داسې وګړي نېول شوي، چې په افغانستان او سوریه کې له بېلابېلو پوځي ډوله ډلو ټپلو سره د اړیکو د لرلو شک پرې کیږي. له دغو وګړو څخه د ځینو محاکمې هم اوس پيل شوي. د تاجکستان د رسنیو له خولې، د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې مشر جنرال سای مومین یتیموف په کولاب ښار کې له محصلینو سره د کتنې پر مهال خبر ورکړ، چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د جنګېدونکو تاجکانو په منځ کې د یو شمېر تاجکي چارواکو زامن هم شته.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی