په ژوندی پڼه خپرونه
    اسلامي دولت

    افغانستان او داعش

    © AP Photo/ Seivan Selim
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8611

    په تېره شوې اوونۍ کې دوې داسې بین المللي غونډې جوړې شوې وې، چې په هغو کې د بحثونو لپاره په راپورته شوو موضوعګانو کې د افغانستان موضوع اساسي موضوع وه.

    خبره د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړو هېوادونو د امنیت شوراوو د منشنیانو پر غونډه او د « بین المللي امنیت د مسألو پر څلورم کنفرانس » ده. د امنیت په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار حنیف اتمر هم په همدغو دواړو غونډو کې ګډون کړی وو.
    د افغانستان همپوله ګاونډیان او د افغانستان په مسأله کې مخکښ لوبغاړي، لکه پاکستان، ایران، چین او همدارنګه روسیه په افغانستان کې نني حالات څنګه ویني او د دوی دغه لید په افغانستان کې د حالاتو په وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو او په ناټو کې د دوی د نېږدې متحدینو له لید سره څنګه پرتله کېدای شي؟ زموږ مبصر، د افغانستان په مسألو کې کارپوه پیتر ګنچاروف په همدې تړاو په خپله تبصره کې داسې لیکي:
    په افغانستان کې د حالاتو په تړاو د روسیې او د شانګهای د همکارۍ ټولنې د نورو غړو هېوادونو لید، د امریکا متحدو ایالتونو، چې نن په افغانستان کې اساسي لوبغاړی هېواد دی، له ورته لید سره ژور توپیر لري، حتا ویلای شو، چې د افغانستان په تړاو د دوی په دریځونو کې ژور بېلتون راپیدا شوی دی. په تېره بیا د روسیې او امریکا متحدو ایالتونو اړونده دریځونه ډېر سره بېل دي.
    پیتر ګنچاروف په خپله تبصره کې زیاتوي: د مسکو په اند، نن په افغانستان کې د « اسلامي دولت » ایډیالوژي په ډېر زور تبلیغږي او پراختیا مومي. د پلویانو شمېر یې په پرله پسې ډول زیاتیږي، په تېره بیا د طالبانو او د نورو حکومت ضد ډلو ټپلو د جنګیالیو په حساب. او دغه کار په وروستي حساب کې په ټوله سیمه کې ګډوډي راپیدا کوي.
    د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابولوف د بین المللي امنیت په تړاو د مسکو په څلورم کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل، چې د « اسلامي دولت » جګړه ماران په زړه بوګنوونکي کټ مټوالي په سوریه او عراق کې د خپل کنټرول په سیمو کې هغه استبدادي رژیم ټینګوي، چې په خپل وخت کې طالبانو په افغانستان کې ټینګ کړی وو. پر همدې سربېره، هغه ایډیالوژي، چې « اسلامي دولت » یې د خپرولو هڅه کوي، د مسلمانانو د حکومت جوړولو او د خپل کلتوري ځانګړتوب حق ردوي. او په عمل کې د دې معنا د نړیوال تروریم په مرکز د افغانستان بیا بدلول دي.
    په واشنګټن کې په دې باور دي، چې په افغانستان کې د « اسلامي دولت » حضور تر اوسه دومره لوی نه دی. خو، په پنتاګون کې په ټینګار دا خبره هم کوي، چې که چېرې د « اسلامي دولت » جنګیالي دومره زور پیدا کړي، چې د امریکا متحدو ایالتونو او په بین المللي ټلواله کې د دوی د متحدینو په وړاندې ګواښ راپیدا کړي، نو امریکا متحد ایالتونه به دغو ګواښونو ته ښاییدونکی ځواب ورکړي.
    داسې ښکاري، چې پنتاګون له « اسلامي دولت » سره له خپلو ریښتینو اړیکو پرده نه پورته کوي. د ضمیر کابولوف او همدارنګه د افغاني کارپوهانو په عقیده، په هغو حالاتو کې، چې په افغانستان کې پروت بین المللي پوځ، د هغو په ترڅ کې هوایي ګوزارونه کوي، نو دغه ګوزارونه، د طالبانو پر هغو ګروپونو کوي، چې نه غواړي د « اسلامي دولت » تور بیرغ پورته کړي، نه پر هغو، چې له « اسلامي دولت » سره همکاري لري.
    د ملي امنیت په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار حنیف اتمر هم د امریکا متحدو ایالتونو په وړاندې تقریبا همدغه ډول دریځ لري. خنیف اتمر په مسکو کې د امنیت په بین المللي کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل: امریکا متحد ایالتونه تروریزم د دولتي سیاست په توګه کاروي. پر تروریزم بری تر هغه پورې ناشونی دی، چې امریکا متحد ایالتونه د تروریزم لګښتونه ورکوي. حنیف اتمر په ټينګار وویل: افغانستان خپل په خپله د تروریزم د مسألې سرچینه نه دی، بلکې د تروریزم جنګي ډګر دی، نو ځکه د افغانستان مسأله، چې سیمه ییز او نړیوال څرنګوالی یې غوره کړی، نن ورځ نه حل کیږي.
    د امریکا متحدو ایالتونو دغه بې شرمانه دریځ « مهمه دا ده، چې موږ ته لاس نه راوړي، او د نورو له غمه، موږ نه یو مړه » کومه نوې خبره نه ده. د واشنګټن دوه کچی سیاست ټولو ته په ډاګه دی. خو په مسکو کې حالاتو ته له بله اړخه ګوري. د ساري په توګه ضمیر کابولوف د دې احتمال نه ردوي، چې په نېږدې راتلونکې به افغانان له ګاونډيو مسلمانانو سره د ټکر کولو هڅه وکړي. او د دغې سناریو له مخې د پېښو وده کولای شي، چې د دولت په توګه د افغانستان پایښت تر پوښتنې لاندې راولي.
    افغانپوه پیتر ګنچاروف په خپله تبصره کې زیاتوي: د پېښو په دغه ډول فضا کې، په افغاني رسنیو کې په دې تړاو راپیدا شوي خبرونه، چې ګواکې الریاض په پاکستان، افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان کې له خپلو سفارتونو غوښتي، چې په یمن کې د سعودي عربستان د ځمکنیو پوځي عملیاتو لپاره جنګیالي راټول کړي، ډېر بې بنسټه نه ښکاري. دلته دا هم باید له پامه ونه غورځول شي، چې د « اسلامي دولت » په چاپېر کې پېښې، د هغو په وړاندې د بین المللي غبرګون تر چټکۍ په زیاته چټکۍ وده مومي.
    د دغو ټولو خبرو پایله دا شوه: نن ورځ « اسلامي دولت » په افغانستان کې دومره ملاتړ نه لري. خو د دې معنا دا نه، چې په نېږدې راتلونکې کې منځنۍ اسیا د ګډوډۍ له ګواښ سره نشي مخامخېدای. د همدغه ټکي په پام کې نېولو سره مسکو، هم د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړو هېوادونو د ملي امنیت د شوراوو د منشیانو په کتنه کې، او هم د بین امللي امنیت په څلورم کنفرانس کې پر هغو ټولو هېوادونو، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتللو لېوال دي، غږ وکړ، چې د « اسلامي دولت » — د ۲۱-مې پېړۍ د دغه طاعون پرضد په مبارزه کې د همکارۍ لاسونه سره ورکړي او په ګډه مبارزه وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی