په ژوندی پڼه خپرونه
    په امریکا متحدو ایالتونو کې د تورپوستو لاریونونه دوام لري

    په امریکا متحدو ایالتونو کې د تورپوستو لاریونونه دوام لري

    © AFP 2016/ Jim Watson
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5511

    د امریکا په بالتیمور ښار کې، دا دریمه ورځ ده، چې د پولیسو له خوا د نېول شوي ۲۵ کلن افروامریکایي د مرګ په تړاو د پروټېسټ لاریونونه دوام لري.

    لاریونوال د ښاري پولیسو د ماموریت ودانۍ ته په مارش لاړل، او پر لاره یې دغه شعارونه ورکول: « عدالت نشته، سوله نشته » او « د تور پوستو ژوند هم ارزښت لري ».

    دغه ۲۵ کلن ځوان افروامریکایی فریدي ګرې د اپرېل پر ۱۹ د پولیسو له خوا، د ده تر نېول کېدو یوه اوونۍ وروسته مړ شو. پولیسو دئ په داسې سیمه کې نېولی و، چې هلته د جنایتي پېښو د پېښېدو پوړۍ ډېره لوړه ده. د ده د نېول کېدو په ویډیو کې له ورایه ښکاري، چې پولیس څنګه ګېرې پر پښو دروي او میني بس موټر ته یې کشوي.

    وروسته یوه پولیس، چې د فرې په نېولو کې یې ګډون درلود، اعلان وکړ، چې د ټپونو په نتېجه کې د دغه ځوان د ملا تیر، د مرۍ په ساحه، په سلو کې ۸۰ برخې پرې شوی و. ګرې یې روغتون ته یووړ او هلته تر عملیات کېدو وروسته د کوما په حالت کې ولوېد. خو ډاکترانو یې ژوند ونه ژغورلای شو.

    د فریدي ګرې د کورنۍ مدافع وکیل جیسن ډاونس له Russia Today آژانس سره په مرکه کې وویل: موږ له دې نه باوري خبر یو، چې ګرې د پولیسو له خوا د ناقانوني نېول کېدو دمخه بیخي روغ ۲۵ کلن ځوان و. خو تر ناقانوني نېول کېدو وروسته یې د ملا تیر سخت ژوبل شو. چې په نتېجه کې یې مړ شو.

    تر ټولو زیاتې پوښتنې خو دغه واقعیت راپیدا کړي، چې فریدي د پولیسو د ماموریت په څنګ کې نېول شوی و. خو د نېول کېدو له شیبې یې د امبولانس تر رارسېدو پورې ۴۰ دقیقې وخت تېر شو.

    د فریدي د کورنۍ مدافع وکیل جیسن ډاونس په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاته کړه: د پولیسو ماموریت، په تېره بیا د پولیسو هغه افسران، چې د فریدي په نېولو کې یې ګډون درلود، باید همدغې پوښتنې ته ځواب ووایي. یوه بله پوښتنه هم ځواب غواړي: د پولیسو مامور وایي، چې فریدي ګرې ورڅخه وغوښتل، چې د اینهالر نومې طبي آله ورته راوړي. ولې دغه آله ورته په بېړه راونه رسول شوه؟ ولې دغه کار په بېړه ونه شو؟

    دغې تراژیدۍ د بالتیمور د اوسیدونکو ډېره سخته غوسه راوپاروله. ځکه چې فریدي ناقانوني نېول شوی و او ډېر بې رحمانه چلند ورسره شوی. بیخي روښانه ده، چې فریدي یوازېنی افروامریکایی نه دی، چې دغه ډول زورزیاتی ورسره شوی.

    مدافع وکیل جیسن ډاونس د خپلې مرکې په پای کې زیاتوي: همداسې ده. د بالتیمور د اوسیدونکو او پولیسو ترمنځ باور، له ډېرې پخوا راهیسې نشته. د فریدي ګرې مرګ د دغې پوښتنې ځواب دی، چې ولې تورپوستي ځوانان د پولیسو د راښکاره کېدو پر مهال سملاسي تښتي. او په تېښته له پولیسو ځانونه خلاصوي. که ونه تښتي، پر همدغه ډول برخلیک، چې فریدي واووښت، اوښتلای شي.    

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی