په ژوندی پڼه خپرونه
    د ایران اټومي پرابلم او د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون برخلیک

    د ایران اټومي پرابلم او د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون برخلیک

    © Flickr/ Nicolas Raymond
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4111

    د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون د عملي کېدا په تړاو عمومي کنفرانس په ملګروملتونوټولنه کې خپل کار پیل کړ.

    د دغه کنفرانس یوه مهمه موضوع — د ایران د اټومي پروګرام په چاپېر کې راپیدا شوي حالات دي. او نن دغه پروګرام د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون د حیاتي ځواک د پخلي او ساتنې یو ډېر مهم فکتور دی.

    ایا نړیواله ټولنه به پر دې بریالۍ شي، چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو وروستۍ پرېکړه پیدا کړي، او په دې ډول د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون د ماتېدو مخه ونیسي؟ د سپوتنیک مبصر، سیاستپوه ولادیمیر ساژین په همدې تړاو په خپله تبصره کې داسې وایي:

    د اټومي وسلو د نه خپرېدون تړون د ۴۵ کالونو په اوږدو کې داسې مهم نړیوال لاسوند دی، چې په ټوله نړۍ کې د اټومي وسلو د خپرېدا مخنېوی کوي. لکه چې څرګنده ده، دغه تړون د تېرې پېړۍ په ۶۰ کالونو کې د شوروي اتحاد، امریکا متحدوایالتونو، برتانیا، فرانسې او چین له خوا، چې هغه مهال د ځمکې پر مخ یوازیني اټومي ځواکونه وو، چمتو شوی و.

    ولادیمیر ساژین زیاتوي: تاریخي داسې پېښ شول، چې یوازې همدغه هېوادونه په رسمي ډول اټومي قدرتونه وپېژندل شول. د اټومي وسلو د نه خپرېدون تړون د ۱۹۶۸ کال د جون پر ۱۲-مه د ملګروملتونوټولنې د عمومي اسامبلې له خوا تصویب شو او د ۱۹۷۰ کال د مارچ پر ۵ یې چلېدل پیل شول. او د ملګروملتونوټولنې ټول غړي خپلواک هېوادونه د دغه تړون ګډونوال شول. په تړون کې په ګډون کولو دغو ټولو هېوادونو دا ومنله، چې د اټوم په ساحه کې به هغه فعالیتونه بیخي نه کوي، چې پوځي برخې لري.

    بې له کومه شکه، د اټومي وسلو د نه خپرېدون تړون د ډېرو هېوادونو پوځي-اټومي هڅې ودرولې او اوس یې هم دروي. خو دریو هېوادونو — اسراییلو، هند او پاکستان د دې لپاره، چې د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون د بین المللي غوښتنو د عملي کېدو حقوقي ژمنتیاوې ونه لري، دغه تړون لاسلیک نه کړ. او شمالي کوریا هم وروسته له همدغه تړونه ووتله.

    ولادیمیر ساژین په خپله تبصره کې زیاتوي: په تأسف سره باید وویل شي، چې نن نوی ډېلی، اسلام اباد او فیونګیانګ اټومي وسلې لري، او پر تل ابیب هم د اټومي وسلې د لرلو شک شته، که څه هم اسراییل د اټومي وسلې د لرلو پخلی نه کوي.

    هو، دغه هېوادونه د اټومي وسلې د نه خپرېدون د تړون له عملي کېدو خلاص دي. خو د دې معنا دا نه ده، چې نړۍ د دوی د دغه کار په وړاندې غبرګون نه ښیي. دغه هېوادونه د خپل همدغه دریځ له امله تر سختو بین المللي اخلاقي، سیاسي او اقتصادي فشارونو لاندې دي.

    د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون د ګډونوالو هېوادونو په تړاو د یادولو وړ ده، چې دغه ټول هېوادونه باید د تړون ټولې غوښتنې په کلکه عملي کړي او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د څارونکو د ورتګ پرمخ باید پرانیستي وي. د همدې په ترڅ کې د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون له توکو سره سم د دغه تړون لاسلیک کړی هېواد د دې بشپړ حق لري، چې سوله ییزې اټومي انرژۍ ته وده ورکړي. د اټوم په ساحه کې علمي-څېړنیز کارونه سرته ورسوي. خو دا ټول باید یوازې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر بشپړې او کلکې څارنې لاندې وي. د یو شمېر سیاستوالو دغه غوښتنې، چې پر ایران دې د سوله ییز اټوم په ساحه کې پر ټولو کارونو بندیز ولګول شي، د اټومي وسلې د نه خپرېدون له تړون سره په ټکر کې دي او د نن ورځې له واقعیتونو سره هم سمون نه لري. خو دا هم باید په ډاګه وویل شي، چې د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس څخه په پټه، د ایران د ۱۸ کلن اټومي فعالیت، چې د اټومي وسلو د نه خپرېدون تړون یې مات کړی، د ایران هغه اټومي پرابلم راپیدا کړی، چې تر یوې لسیزې د زیاتې مودې په اوږدو کې د نړیوال سیاست په منځ کې واقع دی او نړیواله ټولنه یې نارامه کړی دی.

    ولادیمیر ساژین زیاتوي: دغه پرابلم د ملګروملتونوټولنې د اوسني عمومي کنفرانس یوه اساسي موضوع ده. د اپرېل پر ۲۹-مه به په نېویارک کې د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون د عملي کېدو په تړاو د جوړ شوي کنفرانس په لمنو کې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د خبرواترو د برخوالو سلامشورې هم وشي. د یادولو وړ ده، چې د اپرېل په پیل کې د بین المللي منځګړو « شپږګونې »، چې له روسیې، امریکا متحدو ایالتونو، چین، فرانسې، برتانیا او المان رغېدلې، او د ایران استازیو وکړای شول، چې ځانونه داسې اډانه ییزو موافقو ته وباسي، چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو به د بشپړ او پراخ تړون په بنسټ کې کېښودل شي. او دغه بشپړ تړون باید د دې ضامن وي، چې ایران به اټومي وسله نه جوړوي او په بدل کې یې باید هغه بین المللي بندیزونه لرې شي، چې د ایران په وړاندې لګېدلي دي.

    د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون په تړاو د بین المللي کنفرانس د پرانیستلو په مناسبت د ملګروملتونوټولنې د سرمنشي پان کي مون په اعلامیه کې ویل کیږي، چې د « شپږګونې » او ایران ډیالوګ د دې ویندوی دی، چې دیپلوماسي کولای شي، د اټومي وسلو د خپرېدون مخه ونیسي. د دې یادونه هم بې ځایه نه ده، چې د ایران د اټومي پروګرام د پرابلم حل نه یوازې د ایران او د لېوالو هېوادونو د ډلې لپاره مهم دی، بلکې په نړۍ کې د اټومي وسلو د نه خپرېدون د رژیم د ساتنې لپاره هم مهم دی. په دې کې هیڅوک شک نه لري، چې له ایران سره د خبرواترو ناکامي به ډېر هېوادونه دېته وهڅوي، چې د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه کې شي. د دغو هېوادونو په نوملړ کې تر هرڅه دمخه د سعودي عربستان، ترکیې، مصر او د نورو ډېرو هېادونو نومونه یادولی شو.

    که چېرې دغه کار وشي، هغه وخت کولای شو، چې د اټومي وسلو د نه خپرېدون تړون د تاریخ د خځلو ټوکرۍ ته وغورځوو. خو داسې باید ونه شي.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ملګروملتونوټولنې په کنفرانس کې د ناپیلو هېوادونو په استازیتوب (ایران اوس مهال د ناپیلتوب غورځنګ رییس هېواد دی) په خپله وینا کې وویل، چې د اټومي وسلو د نه خپرېدون تړون ډېر مهم تړون دی او دغه تړون د اټومي بې وسله کېدو او د اټومي وسلو د نه خپرېدون لپاره ډېر ښه او پوخ بنسټ دی. ښاغلي ظریف د بین المللي همکارۍ په وده او د اټومي انرژۍ په سوله ییزه کارونه کې، د تړون د غړو هېوادونو د مسلم حق په خوندي کولو کې د دغه تړون رول هم یاد کړ.

    ولادیمیر ساژین د خپلې تبصرې په پای کې زیاتوي: په دې ډول ویلای شو، چې د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون د عملي کېدو په تړاو په ملګروملتونو ټولنه کې پرانیستل شوی عمومي کنفرانس یوځل بیا ښیي، چې نړیواله ټولنه باید د ایران د اټومي پرابلم د بشپړ حل په تړاو پراخ تړون ته ځان ورسوي. او که نه، نړۍ به د اټومي وسلو د نه خپرېدون د تړون د ماتېدا سیل ته کېني او دا به د ټول بشریت د راتلونکې لپاره زړه بوګنوونکې فاجعه وي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی