په ژوندی پڼه خپرونه
    داعش

    « اسلامي دولت » ايټالیا ته د تلو په لاره کې دی؟

    © Sputnik/ Artur Gabdrahimov
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5311

    ایټالویان په زیاته اندېښنه کې دي. د هېواد استخبارات، تر هغه وروسته، د تیارسۍ په حالت کې کار کوي، چې د « اسلامي دولت » جنګیالیو په روم او میلان کې د تروریستي بریدونو د سرته رسولو ګواښونه په انټرنېټ کې خپاره کړل.

    اوس د دوم کلیسا، د اکسپو د نندارتون د لیک دړې، د کولوسیوم او د پولیسو د موټرو په څنګ کې د سېلفي عکسونو اخېستل دومره خوښووونکي نه دي. تاسې یې په خپله سترګو ته ودروئ: د میلان اوسیدونکی ټویټر ته سر ورښکاره کوي، او هلته یې سترګې پر دغه پیغام لګیږي: « موږ د تاسې په کوڅو کې یو. موږ د تروریستي بریدونو لپاره ځایونه غوره کړي دي. یوازې ټاکلي ساعت ته سترګې پر لاره یو». د دغه ډول پیغام په لوستلو به په تاسې کې څه ډول احساس راپیدا شي؟
    امنیتي اورګانونه د بمونو په لټون کې له پښو لویدلي او پر دې نه پوهیږي، چې دغه ګواښونه له کومه ځایه انټرنېټ ته ورکړ شوي دي. خو کشفي اورګانونو، برعکس، په خپله ارامتیا ټول هېښ کړي دي. دوی وایي: اندېښنې مه کوئ. دا یوازې پیغام دی. دا موږ ته له خدایه راغلی په دې تړاو پیغام دی، چې موږ ټول له ګواښونو سره مخامخ او ټول زیانمنېدونکي یو. خو لکه چې ښکاري، کشفي اورګانونه هم په زړه کې ناکراره دي. نو ځکه یې « د خولې جهاد » نوی ویی راوېستلی. په دې معنا، چې دا ټول تبلیغات دي. خو په همدې تړاو د روښانتیا زیاتول بیا اراموونکي نه دي. برعکس، خلک دېته اړ کوي، چې په کوڅو کې د ګرځېدا پر مهال یوې بلې خوا ته په زیاته پاملرنه وګوري، او پر دې ځانونه وپوهوي، چې د « اسلامي دولت » جنګیالي هڅه کوي، چې په اروپا او حتا په امریکا کې هم خپل پلویان راویښ کړي. خبره چې څومره وړاندې ځي، هغومره نوره هم اندېښنه راپيداکوونکې کیږي. په انټرنېټ کې په دې تړاو اطلاعات راپیدا کیږي، چې « جهادوالو » په وروستیو وختونو کې په ټولنیزو شبکو کې د خپلو پلویانو استخدامولو ته ډېر فعال لاس اچولی دی. د همدې په څنګ کې، د دې خبرونه هم ورکول کیږي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې « اسلامي دولت » په روم کې د تروریستي بریدونو او چاودنو ګواښونه کوي. په همدې تړاو حتا درې تنه نېول شوي هم دي. دوی د « اسلامي دولت » لیکو ته د ځوانانو پر استخدامولو بوخت وو. د جهادي مفکورې د تبلیغ چاپي پاڼې یې ساتلې او خپرولې.
    د پېښو په دغه ډول بهیر کې د ایټالیا پخواني صدراعظم سیلویو بېرلوسکوني هم ځان راښکاره کړ، او خپل غبرګون یې وښود. ده اعلان وکړ، چې د تروریستانو اساسي موخه په ځان دئ دی، او د خلکو په منځ کې راښکاره کېدل یې زیات کم کړل.
    هو، د پېښو په دغه ډول فضا کې د بېرلوسکوني ځان راښکاره کولو د حالاتو څرنګوالي ته د ټوکو بڼه ورکړه. خو د پېښو دغه ډول بهیر، د میلان اوسیدونکي، دومره ډار کړي، چې له خندا یې غورځولي دي. او په هغو وګړو کې یې هم د خندا زور ورک کړی، چې غوښتل یې په نېږدې ورځو کې، میلان ته په سیل لاړ شي.
    د سږ کال حتا په فبروري کې هم، د « اسلامي دولت » د جنګیالیو دغو خبرو، چې د اروپا نېولو ته یې ملا تړلې ده، د اروپا د عادي وګړو دومره اندېښنه نه راپیدا کوله. دوی دغه خبرې ټولې بابېزه بللې. خو اوس هرڅه بدل شوي او بیخي بله بڼه یې غوره کړې ده: په سېلفي عکسونو کې ښاري انځور د همدې ټولو ښه برېښوونکی دی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    اسلامي دولت دليبيا پنځه ژورنالستان وژلي دي
    له اسپانيا څخه ترسلوزیات کسان وتلې، چې د«اسلامي دولت » سره يوځای سي
    رسنۍ: د «اسلامي دولت» وسله والو منلې ده، چې دسازمان مشر البغدادي وژل شوی دي
    دفزيک ښوونکی د "اسلامي دولت" دموقتي مشرپه توګه تاکل شوی دي
    «اسلامي دولت» په طرابلس کې د اسپانياپه سفارت کې د چاودنې مسئوليت پر غاړه اخستی دي
    په پاکستان کې د «اسلامي دولت» دڅانګې مشر دماين په چاودنه کې وژل شوی دي
    د «اسلامي دولت» جګړ مارانو دعراق په شمال کې دمسيحانو قبرونه له منځه وړې دي.
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی