په ژوندی پڼه خپرونه
    ویکتوریا نولاند تر کری وروسته روسیی ته راغلی ده

    نولاند تر کری وروسته روسیی ته راغلی ده

    Vadim Ghirda
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 67 0 0

    د اروپا او یوریشیا په چارو کی د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستندویه ویکتوریا نولاند د کییف څخه تر کتنی وروسته مسکو ته راغلی ده.

    د امریکی د دیپلوماتیکی نمایندګی له لوری د خپری شوی اعلامیی سره سم، د مینسک د موافقه لیکونو د اجراکولو په هکله پر راتلونکو اقدامونو پر بحث سربیره د خبرو په اجندا کی د دوه اړخیزو اړیکو مسالی هم شاملی دی او نولاند تر رسمی کتنی وروسته نیت لری د روسیی د مدنی ټولنی له استاځو سره هم وګوری.

    له کییف څخه د جګپوړی امریکایی مقام کتنه ډیره په زړه پوری نه وه: له لومړی وزیر ارڅینی یاڅینیوک او له ولسمشر پیتر پوروشینکو سره د کتنی په تنیجه کی کومی مهمی اعلامیی صادری نه شوی. د امریکی د بهرنیو چارو د وزارت مطبوعاتی سکرتر جیف راتکی د کتنی نتیجی داسی بیان کړی: موږ د اوکراین له ولس سره اوږه په اوږه ولاړ یو او د اوکراین د ملت له یووالی، د کریمیه او نورو سیمو په ګډون، صادقانه ملاتړ څرګندوو. معلومه ده چی په سپینه ماڼی کی په کییف کی د اصلاتو له چټکتیا څخه نه دی راضی.

    د نولاند کتنه د بارک اوباما د اداری له لوری د اعلان شوی ژور چلند نوی نمایش شمیرل کیږی: روسیی ته دیپلوماتان استول کیږی — د می په ۱۲ نیټه کری په سوچی کی له پوتین او لوروف سره ګوری او امریکایی قانون جوړونکو پر مسکو د اغیزی کولو په هکله خپل اقدامونه تر لاس لاندی نیولی دی. د می په ۱۵ نیټه د استاځو مجلس د۲۰۱۶ مالی کال لپاره دفاعی بودجه تصویب کړه چی د هغو مطابق ۶۱۲ میلیارده ډالره د پوځی لګښتونو لپاره په پام کی نیول شوی دی. له دی جملی ۲۰۰ میلیون ډالره اوکراین ته د وسلو د استولو او د هغه هیواد د پوځی قطعاتو د روزنی لپاره بیل کړی شوی دی.

    د اوکراین له پوځیانو سره مرسته — له مسکو سره د اړیکو د سړیدو یوازینی علت نه دی. پر بودجی د بحث په وخت کی د یرغلیزو ستراتیژیکو وسلو دمحدودولو د تړون د موادو د اجرا د پروژو د عملی کولو درول هم تصویب شول. د هغو بیا عملی کیدل به یوازی هغه وخت بای پیل شی، کله چی ولسمشر قانون جوړوونکی په دی قانع کړی چی روسیه نور د اوکراین خاوره نه نیسی.

    د بودجی مسوده باید د سنا د مجلس او ولسمشر له لوری هم تصویب شی.

    داسی بریښی چی روسیه د امریکایی لوری سره متقابلی همکاری ته تیاره ده: له جان کری سره تر خبرو وروسته د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لوروف وویل چی دواړه لوری د دیالوګ دوام معقول ګڼی. د امریکی د بهرنیو چارو وزیر هم د سیاستوالو د غونډی اهمیت ته چی پریکړی نیسی، اشاره وکړه.

    د روسیی د علوم د اکاډمی د مسکو د نړیوال اقتصاد او بین المللی اړیکو د انستیتوت د بین المللی امنیت د مرکز رئیس اکادیمیسین الکسی ارباتوف وایی چی د نولاند دسفر بریالیتوب د سوچی په موافقو اړه مومی چی په عامه توګه اعلان نه شوی. ارباتوف وایی چی پخپله په سوچی کی غونډه په دی خاطر جوړه شوی وه، تر څو د سختی مقابلی له کرښی د دواړو لورو په شاتګ ته تیاری معلوم کړی. ارباتوف په دی باور دی چی له نولاند سره خبری به د دوه اړخیزو اړیکو په کومه ټاکلی مساله تر سره شی.

    له ایران سره د هغه هیواد د اتمی پروګرام په هکله هراړخیزه موافقه به د جون په میاشت کی لاسلیک شی او امریکا غواړی روسیه په فعاله توګه د دی مسالی حل ته راجلب کړی. ښایی امریکایان د دی په بدل کی پر کییف د فشاراچولو وړاندیز وکړی، تر څو اوربند مراعات کړی او د مینسک موافقی په عمل کی پلی کړی. بله مهمه مساله د اسلامی دولت د ډلی سره د مقابلی مساله ده او له چین سره د اوږدی مودی د ستراتیژی مساله هم لومړیتوب لری. ارباتوف د اسلامی دولت د ډلی ګواښ د دوهمی مهمی موضوع په توګه یاد کړ.

    کارپوه په پای کی وویل: زه هیله من یم، تر څو نولاند د اوکراین مساله وڅیړی، خو هغه د اوکراین د مسالی په هکله د اوکراین د میدان په پیښو کی د هغی د رول او د روسیی د ټولنیزو کړیو او رسنیو د نظرونو په پام کی نیولو سره، د خبروکولو لپاره ډیره مناسبه استازی نه ده. خو بیاهم هیڅ څه نه شو مستثنی کولی. زما په نظر د خبرو اساسی موضوع به د ایران د اتمی پروګرام مساله وی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی