په ژوندی پڼه خپرونه
    پاول تریتیا کوف او د ده ګالیرۍ

    پاول تریتیا کوف او د ده ګالیرۍ

    © Sputnik/
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    د روسیي د« تریتیاکوف » په نامه ګالیرۍ یا د هنرونو موزیم داسې ځای دي چې هلته د انځورګرۍ اثارو بی سارې ټولګه ساتل کیږي . دغه ګالیرۍ داسې افسانوي شهرت لري چې د ۱۵۰ کالونو په موده کې د مسکو ښار تر ټولو د لیدلو وړ او ورتګ ښه ځای ګڼل کیږي.

    د دغه ګالیرۍ د هنری خزانو د لیدنې لپاره هر کال په سلګونوخلک د  «لاوروشینکا » کوڅې ته چې د« مسکواریچی » په نامه په  یوه زاړه مینه کې موقعیت لری ورځي. 

    د دغه نامتو ګالیرۍ بڼسټ ایښودونکې د انځورګرۍ د اثارو لوی کلیکسیونر ، سوداګر« پاول — ترتیاکوف » دي چې د «۱۸۳۲ تر ۱۸۹۸» مو کلونو په زمانه کې یې  ژوند کاوه. دی  د انځورګرۍ د اثارو لومړني راټولونکې نه و ، تر دی نه پخوا همد  مسکو سوداګرو د انځورګرۍ اثار راټولول. خو یوازې « تریتیاکوف » چې ډیرنازک ذوق او احساسدرلود  د خپلې ټولګې له پاره ډیر ښه  اثار غوره کول.  د ده راټول کړی اثار د روسیي د انځورګری طلایی خزانه جوړوي.  

    د ګالیرۍ د جوړولو نیټه ۱۸۵۶م کال ګڼل کیږی. په دغه کال کې «پاول تریتیاکوف» دوه  خپل لومړنی  د انځورګرۍ اثار راونیول. له همدغې نیټې نه د ده ټولګه په دایمی توګه بشپړه کیده. تاجر دغه تابلوګانې نه یوازې ځانته راتولی بلکی ده د داسې ملی ګالیری د جوړولو په هکله هم فکر کاوه چې د ټولو مینه والو پر مخ به پرانیستې وي.  

     په لومړنی وختونو کې « تریتیا کوف » خپل راټول کړی آثار په خپل شخصی کور کې ځای پر ځای کول ، خو وروسته دغه آثار دومره زیات شول چېسوداګر دیته اړ شو چې د « لاوروشینکا » په کوڅه کې د نندارو صالون پرانیزي . دغه ځای تر نن ورځو پورې د « «تریتیاکوف» د ګالیری عمده ودانۍ ګڼل کیږي. 

    په«۸۱ ۱۸» م کال  ګالیری د ورتلونکو پر مخ پرانیستل شو. د پرانیستلو په شانداره مراسموکې  «پاول-تریتیاکوف » چې نه غوښتل د خلکو پامرنه ځانته راجلب کړي

    بهر ته سفر وکړ او د پرانیستلو مراسم بې له دهتر سره شول.

    د روسیي امپراتور «تریتیاکوف » ته د درباری لقب د ورکولو وړاندیز وکړ ، خو ده دغه وړاندیز ونه مانه او ویې ویل: زه سوداګر زیږیدلی یم او سوداکر به مړه شوم. خو د مسکو د افتخاری تبعه لقب په درناوې ومانه. 

    په ۱۸۹۲م کال د مسکو ښار د « تریتیاکوف »ټول کلیکسیون یعنی له دوه زره هم زیات هنری اثار د سوغات په ډول ترلاسه کړه. شپږ کاله وروسته دغه د پوهې اوهنر ساتونکې له نړی نه سترګې پټې کړې او د ده وروستی خبره دا وه: زما ټولګه وساتئ. 

    د «تریتیاکوف» وصیت پرځای کړای شو. ټول نندارتوني اثار وساتل شو او زیات کړای شو د تیر شوی پیړۍ په پیل کې دغه ګالیرۍ د اروپا د موزیمونو په منځ کې تر ټولو ستر موزیم وګڼل شو. 

    د اثارو ساتونکو د تابلوګانې په مقابل کې لکه د مقدسو شیانو په توګه چلند کاوه. له همدې کبله په «۱۹۱۳» کال هغه وخت چې د « څار ایوان ګروزنی او د ده زوی ایوان » تابلو د یوې لیونی سړی لخوا خراب کړای شو نو د دغه تابلو ساتونکې ځان تر اورګاډی لاندې  واچاوه او پدې توګه یې ځان وواژه. 

    له انقلاب نه وروسته د « تریتیاکوف» ګالیرۍ ملی کړای شو او بلشویکانو چې د پخوانی رژیم د فرهنګی میراثونو دومره پروا نه لرل،  د انځورګری د ملی ګالیرۍ اهمیت ته پام وکړل. د ګالیرۍ له پاره د دولت په پیسو نوی اثار راونیول شو او پدې توګه د موزیم اثار په ګړندی توګه زیات شول. د تابلوګانو د ساتنې لپاره نوی ځای ته اړتیا راپیدا شوه ،  له همدې کبله د«لاوروشینکا» د کوڅې د کور په څنګ کې نوی ودانی  جوړه شوه.

     په«۱۹۳۲» م کال  د« تالماچیوف » په کوڅه کي د ګالیرۍ یوه برخه یعنی د روحانی «نیکولای» کلیسا د شپاړلسمې پیړۍ د معماری یادګارونو په نوملړ کې ونیول شو. په اوسنی وخت کې دغه ځای په یوې هیښوونکې« موزیم- کلیسا » بدل شوی دي چې  هلته هم د عبادت چارې سرته رسیږي او هم نندارتونی اثار په کې ساتل کیږي.

    په « ۱۹۸۶»م کال د «تریتیاکوف» ګالیرۍ له دولتی انځورګری موزیم سره چې د «کریمسکی-وال» په لسم کور کې موقعیت لری یو ځای کړای شو. له همدغې نیټې څخه تر نن ورځو  د «لاوروشینکا» په کوڅه کي د ۱۸مې ۱۹مې پیړیو د انځورګرۍ لرغونې اثار، تابلوګانې او  مقدس شمایل ساتل کیږي. 

    خو په «کریمسکی-وال»  د ګالیرۍ په پراخه  نندارتونی ساحه کې د شلمې پیړۍ څخه   تر نن ورځو پورې د انځورګري د هنرونو اثار د نندارې او ساتلو له پاره ایښودل شوی دي 

    له ۱۹۸۶ تر ۱۹۹۵ کلونو یعنی د نهو کلونو په موده کې د«  تریتیاکوف » په زړه ودانی کې د نوی کولو او ترمیم چارې سرته ورسیدې. د ګالیرۍ سالون پراخه کړای شوه او په هغه کې داسې خزانې راپیدا شوی چې هلته بیسارې لرغونې روسی مینیاتوری اثار او مقدس شمایل په قیمتی چوکاټونوکې ساتل کیږي.

    د موزیم خزانې په دایمي توګه ډکیږي. د « پاول- تریتیاکوف» په څیر زیات کسان خپل راټول کړی اثار ګالیرۍ ته ډالۍ کوي.

    نن پدغه موزیم کې تر ۱۷۰ زرو هم زیات د  «یوه لسمې ـ یوویشتمې »پیړيو د هنری او انځورګرۍ اثارو ټولګه ساتل کیږي   

    د ګالیرۍ د دروازې په مخ کې  د دغه موزیم د بڼسټ ایښودونکې «پاول تریتیاکوف » مجسمه درول شوی دي. دغه د هنری اثارو راټولوونکې یوه ورځ حتا د دې فکر هم نه کاوه چې د ده کلیکسیون وکولای شی د ده نوم د تل لپاره ژوندی وساتي .

    ۱۵۰ کاله پخوا «تریتیاکوف » په خپل وصیت لیک کې د خپلې عمده هیلې په هکله لیکلې وو ، او هغه دا چې ده غوښتل خلکو ته د ظریفو هنرونو داسې ساتونځای ورکړی چې ډیره زیاته ګټه ورسوی او د زیاتو خوشالیو سبب وګرځي.

    د ده هیله پوره شوه او قدر پیژندونکې نسلونو د دغه ځلاند سړی یادته درناوې کوی او د ده وصیت پر ځای کوي.    

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی