په ژوندی پڼه خپرونه
    د ډله ایز امنیت سازمان په تاجکستان کی پوځی تطبیقات تر سره کړل

    د ډله ایز امنیت سازمان په تاجکستان کی پوځی تطبیقات تر سره کړل

    © REUTERS/ Michael Dalder
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8601

    په تاجکستان کی د ډله ایز امنیت د سازمان د چټک غبرګون د ځواکونو د تطبیقاتو فعال پړاو پای ته ورسید.

    په تاجکستان کی د ډله ایز امنیت د سازمان د چټک غبرګون د ځواکونو د تطبیقاتو فعال پړاو پای ته ورسید. په دغو تطبیقاتو کی د ارمنستان، بیلوروسیی، قزاقستان، قرغزستان، روسیی او تاجکستان له دریو زرو زیاتو ځواکونه برخه اخیستی وه. په دی هکله زموږ د خبریال علیم فصح الدینوف رپوټ ته ستاسی پام رګرزوو.

    دا تطبیقات د تاجکستان د خارمیدان په پولیګون کی چی د تاجکستان افغانستان ناارامه پولی ته لنډ پروت دی، تر سره شول. په تظبیقاتو کی د ډله ایز امنیت د سازمان د چټک غبرګون د ځواکونو تر دریو زرو زیاتو پوځیانو برخه اخیستی وه. په تطبیقاتو کی درانده پوځی تخنیک، می — ۸ ، می — ۲۴ هلیکوپترونو او سو — ۲۷ الوتکو هم برخه اخیستی ده. د تاجکستان د جمهوری ریاست مربوط د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز کارپوه جنرال معروف حسنوف د سپوتنیک له رادیو سره په مرکه کی په دی اړوند وویل:

    د تطبیقاتو لپاره د پولیګون په توګه د تاجکستان غوره کول کومه تصادفی خبره نه ده. موږ له افغانستان سره ۱۴۰۰ کیلومتره ګډه پوله لرو او دا د د ډله ایز امنیت د سازمان مخکینی دفاعی کرښه شمیرل کیږی. له همدی کبله د ډله ایز امنیت د سازمان غړو هیوادونو وپییله چی د دغه سازمان د چټک غبرګون د ځواکونو محاربوی قابلیت همدلته معلوم کړی.

    دا تطبیقات د می د میاشتی په ۱۲ نیټه پیل شوی وو.

    د دوشنبی پوځی کارپوه په دی هکله داسی نظر څرګند کړ:

    زما په خیال، پخپله د ډله ایز امنیت سازمان او د هغه د چټک غبرګون د ځواکونو د لا فعال رول په لارو چارو به بحث وشی. یعنی له خبرو څخه به واقعی فعالیتونو ته په اوښتو خبری وشی. روسیه هم له دی کار سره علاقمندی لری.

    د روسیی د هوایی دیسانت ځواکونه او په تطبیقاتو کی نور برخه وال ځواکونه تاجکستان ته په ۱۸ ایل — ۷۶ او ان — ۱۲۴ ډوله پوځی ترانسپورتی الوتکو کی لیږدول شوی وو. له هغوی سره په تاجکستان کی د روسیی د ۲۰۱ پوځی اډی پوځیانو هم همکاری کوله.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی