په ژوندی پڼه خپرونه
    سائبر سلامتی

    خلک کمپیوتر ابدی ژوند

    © AP Photo/ Manuel Balce Ceneta
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 11402

    د ټولې نړۍ پوهانو پر دې نظر دي چې په نږدې راتلونکو کلونو کیدای شي د تکنالوژیو پرمختیا بشریت ته داسې شرایط په لاس ورکړي چې په خپل بدن کې زیا بدلونونه راولي او یا یې هم د ابدی ژوند په هیله خپل اورګانیزم په کمپیوتر بدل کړي .

    دغه مطلب د تیلګراف د انګلیسی مجلې په وروستی ګڼه کې خپورشوی دي.د یوروسلیم د یهودی پوهنتون د پروفیسور «یوهان ـنوح هراری» په نظر په دوسوو راتلونکو کلونو کې کیدای شی بشریت په سایبری اورګانیزم بدل شي ، او په دې توګه به پر مرګ برۍ تر لاسه کړي.د دغه پروفیسور په نظر تر هغه وروسته چې څو میلیارده کاله پخوا دځمکې پر مخ ژوند پیل شو ، دا به د انسان په تکامل کې یو ډیر ستر بری وي.
    مجله د پروفیسور «یوهان » د خبرو پر بڼسټ لیکي: د نړۍ پوهان دغه نظریه نه ردوي چې کیدای شی د دووسوه کلونو په موده کې انسان ته به داسی امکانات برابر شی چې د بیولوژیکی بدلونونو ،انجینیری جینیتیک او یا هم د سایبری اورګانیزمونو د جوړولو په مرسته ځان په یو ایډیال او خارق العاده موحود بدل کړي.
    پروفیسور عقیده لری: انسان تل د خپل ځان د قانع کولو په هڅه کې دي ، او له همدې کبله له ټولو موجودو امکاناتو څخه استفاده کوی چې د نوو تکانالوژیو او یا هم د انجینیری جینیتیک په مرسته نوۍ قابلیتونه تر لاسه کړي.
    د انګلستان د کیمبریج دپوهنتون د عصبی علوموپروفیسرې « خانا کریتچ لاو » په دې باور دي چې کیدای شی د کمپیوتر پرمختګ به انسان ته داسی شرایط برابر کړي چې یو وخت وکړای شی ابدی ژوند وکړي.
    هغه وخت چې له انسان سره د دې وس پیدا شي چې داسې کمپیوتر جوړ کړي چې د پیچلتوب له اړخه د انسان ماغزه ته ورته وي نو هغه وخت به دغه امکان تر لاسه کیدونکې وی. مجله د «کریتچ لاو » له قوله لیکي: انسان کولای شی چې د ماشین په د ننه کې ژوند وکړي. د دا په نظر هغه وخت چې کمپیوتر په کافی اندازه ځواکمن شي نو کیدای شی چې د انسان عقل به په هغه کې ور دننه کړای شي.
    د نړۍ د پوهانو په عقیده د انسان عقل د عصبی حجرې تر منځ د سیګنالونو مجموعه ده. د « کریتچ لاو » په نظر ماشین ته د انسان د عقل د وردننه کولو په موخه باید یو داسې کمپیوتر جوړ کړای شي چې د دې قابلیت ولري چې هغې ټولې اړیکې چې د انسان په ماغزو کې ایښودل شوی دي وساتي. پروفیسور وایي: که د داسې کمپیوتر د جوړولو وس له انسان سره پیدا شي نو دا به د ده تر ټولو ستر بریالیتوب شي.
    «کریتچ لاو» وایي: د انسان د ماغزه د کار له پاره ټولې عصبی حجرې اړینې دي. دا هغه نظریه چې انسان له خپله ماغزه څخه یواځې په سلو کې د لسو په اندازه کې استفاده کوی ، رد کړه. د دا په نظر د انسان ماغزه په نورمال حالت کې ډیر په ورو فعالیت کوي خو په استثنایی حالاتو کې د هغه فعالیت زیاتیږي.
    که داسې نه وای او د انسان ماغزه په خپل ټول قابلیت کې فعالیت کړی وای نو دا به ډیر ګواښونه هم د انسان له پاره رامنځ ته کولای.
    « د انسان ماغزه «۵ ، ۱» کیلو ګرامه وزن لري چې دا د بدن د ټول مجموعی وزن دوې برخې دي. که ماغزه په ټولو وختونوکې په ډیره فعاله توګه کار کړې وای ، نو دا به د دې سبب کیده چې د بدن ټول انرژی د ماغزه په فعالیت کې مصرف شي. خو د انسان ماغزه زده کړی دي چې په ټیټ دوران ، فعالیت وکړي

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی