په ژوندی پڼه خپرونه
    وړوکې هيوادونه دنړۍ په نقشه کې راڅر ګنديږي

    وړوکې هيوادونه دنړۍ په نقشه کې راڅر ګنديږي

    The Kingdom of Enclava facebook
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 148 0 0

    په ملګرو ملتونوکې ۱۹۳ هيوادونه غړيتوب لري، خو دځمکي په کره کې داسي وړوکې هيوادونه هم شتون لري چې دنړۍ په لويو سازمانونو کې ثبت نه دي. تاسو به دکلابند شاهي وړوکې هيواد نوم نه وي اوريدلی. خو داد تعجب وړ نه ده.

    دغه وړوکی پاچاهي هيواد په دی ورستيو وختونو کې رامنځته شوی دي. دغه وړوکی هيواد دصربستان او کروشيا دپولي په منځ کې پروت دي. او دځانبولې پرمختيایي ګروپ دهيوادونو سره يوځای شوی دي.
    يو له دغو وړوکو هيوادونو څخه د ملوسيا (ميلاس) جمهوريت دي دغه وړوکی هيواد په هغې کورنۍ پورې اړه لري ، چې دغه هيواد يي تاسیس کړی دي. دليبرلند دخپلواک جمهوريت وګړي کولای سي پخپله تصميم ونیسي، چې ماليه تحويل کړي کنه. خوپه شمالي سودان کې بيا يوبل وړوکی شاهي هيوادشتون لري چې پلار خپلې شپږ کلنی لورته ډالۍ کړي دي.
    «ايملي پوښتنه وکړه چې ايا زه به شهزادګۍ شمه، ديوښه پلار په حيث مې نه غوښتل دا نااميده کړم، نو له دې کبله مې هڅه وکړه په ځمکه کې يوه ټوټه پيدا کړم ،تر څو يو نوی هيواد پکې جوړ سي»دامطلب جيريماهيتون چې ځان دشمالي سودان پاچا بولي، څرګند کړیدي. « په تاسف سره که تاسي غواړي دهيواد تابعيت ترلا اسه کړي تاسي بايد زموږ خپلوان وي. د ملوسي ټول اتباع د «بو» کورنۍ غړي دي.او زه په صيح توګه دهيواد پلار يم ډيرلوی هيوادونه، وړوکي هيوادونه په رسميت نه پيژني، داځکه دادنورو هيوادونو څخه جلا شوی ټوټه ده. دوی نه غواړي دغه جلاشوی برخه په رسميت وپيژني. دامطلب د ملوسی دجمهوريت جمهور رئيس کيوينبوڅرګند کړی دي. يو له ديرو زړو وړکوهيوادونو له جملي څخه دبرتانيا څخه نه چندان لري دسيليند په نامه ياديږي. دغه وړوکي هيواد خپله خپلواکۍ په ۱۹۶۷ کال کې اعلان کړه ددغه وړوکي هيواد په جوړولو کې برتانيا مرسته کړي ده.
    ژورنالست تيتد رول وائي هر هغه څوک چې دغه واړه هيوادونه جوړوي او په دې لاره کې زيار ګالي خو امکان نه لري چې دنوروهيوادونو دپام وړ وګرځي. دی وائي « خلګ هڅه کوي واړه هيوادونه دبيلابيلو دلايلو ترمخې جوړ کړي. که تاسي غواړي دوړوکو هيوادونو دجوړولو په علت ځان پوه کړي — دهيواد دجوړونکي څخه بايد پوښتنه وکړي. خو زما په عقيده دوی غواړي دهيوادونو څخه مستقل واوسي» ديري داکار ډتوکو دپاره کوي ،ترڅودخلګو پاملرنه ځانته راوګرځوي. دوی غواړي خپل هيواد ولري او مهمه يي داده چې دخپل هيواد امنيت ټینګ کړي او نور لکه اردو، ، پیسي ، پستي ټکټونه چندان مهم نه دي. خو له دې ټولو سره سره لوي هيوادونه ددغو وړوکو هيوادونو دموجوديت څخه سترګي پټوي خو دوخت په تيريدو هرڅه به پخپله سميږي. ټول شيان پخپله رامنځته کيږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی