په ژوندی پڼه خپرونه
    کورسک

    کورسک - پيښه، ويره، که په سپکه خوله يادونه؟

    © AFP 2016/ STRINGER
    اندونه او ارزونې
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 95 0 0

    دپولند د (جوجوبي) استوډيو د «کورسک» اوبتل په اړه دکمپيوټري لوبې اعلان کړي دي. اوس په دې اړه يواځي اعلانونه خپروي.

    خو دروسيي انترنيټ د «کورسک» دډوب شوي اوبتل په اړه دکمپيوټري لوبې له کبله ډير په غصه دي.دغه دالهام نه ډکې پیښي تراژيدي جوړونکې په دې باور دي، چې ددوی طرح ښائي دډوب شوی اوبتل په اړه ځينو ناڅرګندو پوښتونو ته ځواب ووائي. د «کورسک» اوبتل کمپيوټري لوبه به دراتلونکې کال په پای کې ننداري ته راووځي.
    اوس يواځي ددغې لوبې په اړه اعلانونه خپريږي، خو روسيي انترنيت په دير قهر او غضب غبرګون ښيئ. ديري روسان د «کورسک» اوبتل دډوبيدو په اړه د پوليند پر انټرنيټي لوبي په قهر دي. دغه اعلانونه دشبکو دکارونکو غصه هم راپارولې ده.
    يو له دغو کسانو څخه ليکي: (دغه وير جنه پيښه په روسيي پورې اړه لري. ولې د تراژيدي څخه لوبه جوړوي؟ تاسي هڅه کوي چې ماجراجويي وکړئ د «دپوليند د ولينسکي پيښه»! ايا تاسو به دولينسکې دويرجيني پيښي تاريخ وسپړئ» په دې اړه نه يواځي دشبکې روسي کارونکې ددغې ايدي څخه دتعصب پرته خپل نظر ځرګندوي.
    «بلکې په اوبتل کې دوژل شوو کسانو دخپلوانوڅخه هم دزړه ويني بهيږي » دامطلب پوليندي انټرنيت کارونکې څرګند کړی دي.
    البته داسي کسان هم شته چې ديو متمدن انسان شخصيتي صفات پکې کمزوري وې لکه اخلاق او فکري قوت.
    خو زياتره خلګ داسي فکر کوي چې ددغې طرح جوړونکې يا دعقله بې برخې دي ،اوياهم غواړي د «کورسک» داوبتل دفلم له لاري پیسي وګټي.
    دلوبي جوړونکي داسي موضوع ټاکلي ده چې کشاله اوجنجال رامنځته کړي تر څو دلوبي علاقه لرونکي زيات سي، او وروسته ئي په بازار کې وپلوري. برسيره پردې پخوا د «جوجوبي» شرکت په کمپيوټري لوبو کې ګډون نه کاوه.
    د «جوجوبي» داستوديو مشر ميخائيل ستيمپن په يو خبري کنفرانس کې داخبره ومنله چې د «کورسک» داوبتل په اړه تراوسه پورې لا ډير اختلافونه پر خپل ځای پاته دي. « موږ هيله من يو چې زموږ دغه دلوبې پروژه به يولړ پوښتني راپورته کړي او هغو ته به ځواب ووائي »- دنوموړي داڅرګندوني پوليندي ورځپاڼې — GAZETA WYBORCZA —ګزيتا وايبورزګا نقل قول کړي دي. خو دهیښه اوحيرانتيا خبره داده چې دغه لوبه به کومو پوښتنو ته ځواب ووائي ؟ دامهمه نه ده — چې د دغه بيان ترشا څه پراته دي — دا ريشخندي ده، اويا هم بې اهميته ساده ګي او بې عقلي ده. او د داسي لوبي جوړول نه يواځي د روسانو بلکې د پولينډيانو کرکه او غضب هم راپارولی دی.
    د سپوتنيک د څانګې خبريال دپولنډ له متقاعد اميرالبحرمرستيال مارک څخه هيله وکړه چې په دې باب تبصره وکړي. نوموړي په بشپړه توګه د روسيي د دريځ ملاتړ وکړ.
    «زه په بشپړه توګه دروسانو دنظر سره موافق يم، زه ډير حیران يم که چيري موږ نن ورته لوبه دپوليند دتحت البحري, اريول دعملې په اړه چې د ۱۹۴۰ کال د جون په پیل کې په مرموزه توګه ټول ترې تم شول، جوړ کړی وای ، څه به پیښ شوي وای؟ ايا داسي لوبه به پولنډيانو ته دمنلو وړ وای، زه ډاډه يم چې په پولڼد کې دا ډول لوبي ملاتړي نه لري دا ډير دکرکې وړ ده.
    د سپوتنيک د څانګې خبريال سره يوبل مرکه کوونکی ډپولنډ دعمومي انجمن (کورسک) مشر(ايژي تيتس) وائي: زمو ږ کاروبار هم دپوځيانو اوسمندري سرتيرو سره دي. کوم چې د(کورسک) په اوبتل کې ووژل شول. نوله دې کبله زه ډير خپه يم چې دهغو وژل شوو کسانو ياد په انترنيټي لوبې بدليږي.
    څه موده مخکې په پولنډ کي عين پيښه تکرار شوه. د يادونې وړ ده چې يوې لويديزي کمپنۍ کمپيوتري لوبه خپره کړه. او پولنډ ئي دنازيزم د هېواد په نوم ياد کړي وو. چې د ډيرو خلکو، له هغي جملي دبهرنيو چارو د وزارت او نورو د قهر او غصي سبب شول. او دا موږ ته روښانه شوه چې دا د رسوائي پرته بل څه نه وه…
    زما په اند دپولند چارواکي او نور سياسي او ټولنيز سازمانونه ، په ځانګړۍ توګه دپوليند دولت بايد ټول هغه څه تر سره کړي ،چې په دوی پورې اړه لري، چې دغه لوبه ښکاره نه کړي.
    ديادوني وړ ده،چې K-141 "Kursk"-د روسيي اوبتل آتومي توغندی ويشتونکی «کورسک» له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۰ کال پوري د روسيي شمال سمندري پوځ په تشکيل کي شامل وو.
    «کورسک» د ۲۰۰۰ کال د اګست پر ۱۲ مه د بارینڅ په بحيره کې ديوې فاجعي سره مخامخ شوه، او ډوبه شوه، او د بيړۍ ټوله عمله چې شمير ېي ۱۱۸ تنو ته رسيده، ووژل شول. دا د روسيي دسمندري پوځ په تاريځ کې دوژل شوو کسانو دشميرله کبله دوهمه دردونکې پيښه وه.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی